Homeخبرونهضعیف: پر ملکیانو بریدونه د پاکستاني لوري "فساد او بزدلانه" عمل دی

ضعیف: پر ملکیانو بریدونه د پاکستاني لوري “فساد او بزدلانه” عمل دی

تاند (سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون کې ویلي، دا د پاکستاني لوري “فساد او بزدلانه عمل” دی.

ضعیف زیاته کړې چې دا ډول کړنې د دې ښودنه کوي چې هغوی د سولې لپاره لېوالتیا او د سولې وړتیا دواړه نه لري.

هغه د خوست په ګربز کې د وژل شوو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ضعیف پاکستان ته په خطاب کې ویلي چې، د خپل هېواد په ټیکاو او امنیت کې پاتې راغلي دي.

پاکستان تېره شپه پر کونړ، خوست او پکتیکا هوایي بریدونه کړې چې، له امله یې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند وایي یوازې په خوست کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰تنه وژل شوي دي.

1 COMMENT

  1. بزدلانه عمل !!! که شجاعانه وي، بیا پروا نلري؟ ولې پرې جهاد نه اعلانوئ؟ خپلو دولتونو حکومتونو ضد خو مو ښه خره بربري جخادونه کول د پرديو په دستور! وطن مو لولپه کړ. ته پخپل ايستل شوي پرتوګ هم ونه شرمیدې!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...