جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکرزی پاکستان ته؛ له تخریبي پالیسیو ډډه وکړی

کرزی پاکستان ته؛ له تخریبي پالیسیو ډډه وکړی

تاند (سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه)‏د ‎افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د ‎پاکستان لخوا پر ‎خوست، ‎کنړ او ‎پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه چې له امله یې کوچنیان او میرمنې وژل شوي په کلکه غندلي.

کرزي د پاکستان دا عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼلی دی.

حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره پر بین المللي اصولو او د ښه ګاونډیتوب پر بنا اړیکې خپلې کړي، عاقبت اندیشي دې وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسیو له تکرارولو دې ډډه وکړي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون کې دا بریدونه د پاکستاني لوري “فساد او بزدلانه عمل” بللی دی.

ضعیف زیاته کړې چې دا ډول کړنې د دې ښودنه کوي چې هغوی د سولې لپاره لېوالتیا او د سولې وړتیا دواړه نه لري.

زلمي خلیلزاد بیا ویلي، چې د پاکستان دا ډول کړنې د کابل او اسلام اباد کړکیچ نشي حل کولی.

پاکستان تېره شپه پر کونړ، خوست او پکتیکا هوایي بریدونه کړې چې، له امله یې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند وایي یوازې په خوست کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰تنه وژل شوي دي.

2 COMMENTS

  1. مونږ پوهیږو چې طالبان هوایی قوت نلري خو بدل باید په پنجاب کې واخستل شي نه په پختونخوا کې. په پنجاب کې حتی وړه حمله هم د هغوی لپاره اتوم بم دی.

  2. کرزی یې لا په ځان نه راوړی کله چې نړیوالو اصولو او نړیوال برګ اتڼ کې له ۴۲ هېوادونو سره کرزی افغانستان ته په ډولۍ کې راوستل شو دغه ناوړه ، ستوغه، بدنامه ، او تاریخ محکومه کړې زمینه دغه حالت ته چا راوسته ؟ دبن لادن په نوم چا دغه هېواد اور ته ټیل واهه؟ یوڅوک شته چې ځواب ووایې؟
    دطالب ویاند چې په ډیره محافظه کارانه مرکه کې دملت خبره کوی کوم ملت؟ هغه چې هرڅه ورباندې دوسلې په زور بند دی دپاکستان کومې کړۍ خبره کوی؟ دامغرور تل دخپل مورچل نه ډزې کوی!
    واقعیت دادی چې دواړو دای اس ای پتی( دال) خوړلی وایی نه کل ماند نه کدو خاک بسر هردو!
    حیف! ددې ستړی اوستومانه ولس چې تل لیوانو تیر ویستلی، دروغجن کپًړاو کاسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب