جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد افغان حکومت اعلامیه؛ پاکستان ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړو

د افغان حکومت اعلامیه؛ پاکستان ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړو

‏تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) د طالبانو حکومت په یوه تازه اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې هوايي یرغل په ځواب کې ویلي چې دغه هېواد ته به په “مناسب” وخت کې “لازم” ځواب ورکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې، پر خوست، پکتیکا او کونړ د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د هوايي حریم نقض او د “پاکستانۍ ادارې” له خوا د ټولو منل شویو نړیوال اصولو صریح ټکر دی.

طالبانو د پاکستان دا یرغل جنایت بللی.

دوی ویلي دي، چې د ناسمو معلوماتو پر اساس اقدام وضعیت لا ترینګلی کوي.

تېره شپه د خوست پر ګربز، د پکتیکا پر برمل او د کونړ پر مرکزي سیمو د پاکستان ډرون الوتکو هوايي بریدونه وکړل چې پایله کې یې ۱۰ هېوادوال ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

1 COMMENT

  1. پښتـنو د وزيراکبرخان په شان بـهادر مشران لرلي ،او د مـيوند دمـلالی په شان زړه وری پيغلی!
    مهمه نه ده چې پنجابیان زموږ د بې ګناه ځوانانو ارمامونونه ترخاورولاندی کړي او له منځه یې يوسي، هغه تنګي ځوانان چې له ارمانونو ډکو زړونو سره قبر ته ښښکته کيږي، مهمه نه ده چې د پاکستاني پوځ د کړنو له امله څومره کورنۍ ورکې شي، مهمه نه ده چې زموږ ځوانې نجونې څومره ځله د پنجاب په زندانونو کې امیندواره شي، زموږ ستر مشر امیرالمومنین حفظه الله به بیا هم پټ وي او د پاکستان د ظلمونو په وړاندې به یوه کلمه هم ونه وايي، هغه یوازینی مشر دی چې زموږ د ځوانانو لپاره ژوند ستونزمن کوي، لکه له ښوونځیو څخه د هغوی منع کول، په خپلو کورونو کې یې بندول او افغانستان د جهالت دوری ته سـتنول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب