جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر: له افغان طالبانو نورې هیلې نه شته؛ هغوی...

د پاکستان دفاع وزیر: له افغان طالبانو نورې هیلې نه شته؛ هغوی «بې‌نظمه ډله» ده

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د سې‌شنبې په ورځ وویل چې هېواد یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه نورې هېڅ هیلې نه لري او هغوی یې «یوه ګډوډه ډله» وبلله.

خواجه اصف، د افغانستان پر درو ولایتونو د تېرې شپې د بریدونو په وړاندې د افغانستان له غبرګون وروسته، جیو نیوز ته وویل:
«دا به لویه تېروتنه وي چې پر دوی باور وشي. موږ تل هڅه کړې چې له هغوی سره په درناوي چلند وکړو، خو هغوی هغه شان چلند نه دی کړی لکه څنګه چې له هغې خاورې سره باید وشي چې د دوی د دوو نسلونو کوربه پاتې شوې ده.»

خواجه اصف دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان پذ خوست، پکتیکا او کونړ ولایت د تېرې شپې د بریدونو غچ به په مناسب وخت کې واخلي.

دا هوايي بریدونه یوه ورځ وروسته له دې وشول چې

په پېښور کې د فدرال کانسټبلرۍ پر مرکزي دفتر (د سرحدي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ) ځانمرګي برید وشو او د پاکستاني چارواکو په ادعا یوازې درې افسران پکې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

پاکستاني چارواکو د پېښې په لومړیو ساعتونو کې ادعا وکړه چې حمله کوونکي د افغانستان اتباع وو.

دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېرو دوو میاشتو سختې خرابې شوې دي.

پر کونړ، خوست او پکتیکا وروستیو بمباریو هغه اوربند مات کړ چې په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ټینګ شوی و.

خواجه آصف زیاته کړه چې ترکیه، چین، قطر او نور ملګري هېوادونه په سیمه کې د سولې غوښتونکي دي، او که وضعیت سم شي نو ګټه به یې نه یوازې پاکستان بلکې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

هغه وویل:
«که د ترهګرۍ فابریکه بنده شي او افغانانو ته د عاید زمینه برابره شي، دا به د ټولو په ګټه وي. خو افغان طالبان د افغان ولس دښمنان دي.»

هغه د طالبانو هغه تورونه رد کړل چې پاکستان په خوست، کونړ او پکتیکا کې بریدونه کړي او ملکي خلک یې وژلي.

آصف دغه ادعاوې «بې‌بنیاده او ناسمې» وبللې.

هغه زیاته کړه:
«موږ د یوه دولت په توګه کله چې اړتیا وي، ځواب ورکوو؛ خو هیڅکله پر عامو خلکو بریدونه نه کوو.»

د خوست، پکتیکا او کونړ په بریدونو کې تر لسو ډېر ملکیان وژل شوي چې ۹ یې ماشومان دي.

آصف د پاکستان د پوځ مسلکي چلند د طالبانو له کړنو سره پرتله کړ:
«هغوی زموږ د منظم پوځ په څېر نه دي. هغوی یو ګډوډه ډله ده چې نه کوم اصول لري او نه مذهبي تړاو.»

د پاکستان دفاع وزیر وویل چې پاکستان اوږده موده زغم وکړ او د مثبت تعامل هیله یې لرله، خو دا هیلې نورې پای ته رسېدلې دي.

«تر هغې پورې باید امید وساتل شي چې کرښې نه وي ماتې شوي، خو اوس موږ هغوی بشپړ پرېښي دي او نور له هغوی څخه هېڅ ښه تمه نه لرو.»

د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د افغانستان د طالبانو حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل:
«اسلامي امارت دغه سرغړونه په کلکه غندي او ټینګار کوي چې د خپلې خاورې، فضا او خلکو دفاع زموږ حق دی او په مناسب وخت به یې مناسب ځواب ورکړو.»

خو د پاکستان د پوځ ویاند بریدجنرال احمد شریف چودري دا تورونه رد کړل او څرګنده یې کړه چې پاکستان پر افغانستان برید نه دی کړی. هغه د طالبانو خبرې «بې‌اساسه» وبللې او زیاته یې کړه:
«موږ د دولت په توګه عمل کوو او یوازې د دولت په چوکاټ کې ځواب ورکوو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب