تاخو زما د ورکیدو بندونه ډیر وتړل زه پيښور یم، زه کابل یم زه به نه ورکیږم.
د دا لوي افغانستان شعار دی او دا به تل اباد وي.
که د لرو بر دښمنان هرڅومره دسېسې، پلمې او جنګونه جوړ کړي خو دا وطن به همداسې هسکه غړۍ وي او ولسونه به يې پکې ژوند کوي.
په دې غیرتي خاوره الله یو نه ایل کیدونکی ملت هست کړی چې د نه ورکیدو د پاره دې غیور او په وطن مین ملت دومره قربانۍ ورکړي چې له حسابه وتلي دي. د همدې بې شميره قربانیو په برکت يې د هر ښکرور او زور سابه په مالګه کړي دي.
همدا ده چې دلته کوم برید ګر او تیریګر راغلی دی، د یرغل په لومړیو ورځو شپو کې خپل قوت اوځواک ته دومره مغروره شوی چې نور خلک ورته د الله مخلوق نه ښکاري. خو کله چې دې سر شارو درو، ګړنګونو، دنګو غرونو او له غیرت ډک ولس سره مخ شوی، عقل يې سر ته راغلی او په خپل یرغل پېښمانه شوی دی.
په دې غیرتي او لرغونه خاوره د هر ښکرور ښکرونه او سرونه مات شوي ،زړونه له هیبت او ویرې چاودیدلې، لاسونو پښو يې کار پرې ایښي او شل شوټ له دې ځایه تللې دي.
دا که پخواچنګیز، انګریز، شوروي اتحاد او که له هغه وروسته د امریکا په مشرۍ د لسګونو هیوادونو ګډ یرغل او ماتې وه، ټولې نړۍ ته د لمر په څیر څرګنده او معلومه ده.
دوی هر یو د خپل وخت عصري وسلې او په هر ډول وسایلو سمبال پوځونه درلودل، دلته د چا اسونه، فلان، زرغرې، تورې، د چا ټانکونه، توپونه او الوتکې له منځه تللې، څه چې روغې پاتې شوي هغه يې د جسدونو سره په افغان خاوره پاتې شوي او له شرمونو ډکې ماتې يې د تاریخ پاڼو ته پرې ايښي دي.
تاریخ د وزیر محمد اکبرخان په لاسونو د برتانوي امپراتورۍ د قومندان (میکناټن) ټپې کیدل او په نیم ژوانده حالت يې له کابله تېښته په زرینو کرښو لیکلي ده.
کوم اجیر پوځیان يې چې د پنجاب او هند څخه ځان سره راوستي و، هغوی هم په کابل او شاوخوا سیمو کې خپل انجام ته ورسیدل.
پاتې شوه د برتانوې امپراتورۍ څخه د بې مودې زیږېدلې پاکستان د کرايې او نوکر پوځ خبره چې تل يې د بل خبره منلې، د هغه ډول ته يې ګډلی، کله يې دانګریز په خوله په بنګله دیش، کله فلسطین، کله په لوی افغانستان (په کوزه پښتونخوا او بلوچستان) کله يې په منځني ختیځ کې د لسګونه زرو بې ګناه مسلمانو وینې توي کړي دي.
پاکستاني پوځي جنرالانو خو په تېره نیمه پيړۍ کې په افغانستان کې د جګړو او ناامنو رامنځ کولو سره دغه ریاست ژوندی وساتلو،اوس هم کوښښ کوي چې په سېمه کې یوه بله جګړه رامنځ ته کړي او دغه په پورونو او د دنیا له تورونو ډک ، دمرګ او ژوند په منځ کې راګیر دغه دبرتانیه پرکټی له اوسني بد حالت بهر کړي.
دا کرايې جنرالان په داسې حال کې دا شومې او ناکامې هڅې کوي چې په کور دننه يې،ټې ټې پې،بې ایل اي او نورو ازادي غوښتونکو ډلو خپله وسله واله مبارزه پیل کړي،هره ورځ پاکستاني اجیر پوځ ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.
بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) او په بلوچستان کې د ډاکټر ماهرنګ بلوچ په مشرۍ مدني خوځښتونو زور اخیستی دی.همدا راز په اقتصادي لحاظ هم د سقوط سره مخ دی او دا بحران يې وروسته له هغه نور هم زیات شو چې کله يې د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.
په پښتونخوا او بلوچستان کې يې د نوو جنګونو پیل کولو پروژې د منظور پښتون او ماهرنګ بلوچ په برکت د ناکامۍ سره مخ دي او په یاد ډګر کې يې پوځ او ورپورې تړلو ادارو خپل اهمیت او عزت له لاسه ورکړی دی.
اوس کوښښ کوي چې د خپلې ماتې،ناکامې او بې شرمۍ پړه پر افغانستان واچوي.د ډیر فرضې کرښې دواړو غاړو ته يې پر میشتو ولسونو وحشیانه بمبارونه پیل کړی دی.
پښتونخوا او پلوچستان کې يې د عملیاتو تر نامه لاندې ولسي کورونه او مسجدونه ویجاړ کړل او ګڼو بې ګناه انسانانو ته يې مرګ ژوبله ورسول.
تیره شپه (د نومبر ۲۵ نېټه) يې یوځل له اسلامي اصولو، نړیوالو بشري حقونو او د ګاونډیتوب له اصولو ښکاره سرغړونه کړې، د پکتیکا،پکتیا او کونړ ولایتونو کې يې ګڼې سېمې او د عامو خلکو کورونه بمبار کړي .پدې وحشیانه او ظالمانه بریدونو کې يې په ګربزو ولسوالۍ کې د یوې کورنې نهه ماشومان،یوه میرمن او د کور مشر شهیدان کړي دي.همدا اراز يې د کونړ مرکز اسعداباد سره نزدې د څاګي ساحه کې یو کور کې پنځه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.
پاکستان د ولسي وګړو کورونه ځکه بمبارد کوي چې افغان لوری هم د دوي په څیر د ولس کورونه په نښه کړي او د ډیورنډ کرښې دواړه خوا ته پراته ورونه قومونه سره په جنګ اخته کړي.خو اوس ټول د پاکستان په دې منافقت پوه او سرونه يې پرې خلاص شوي.
افغان لورې په همدې خاطر تل د پاکستاني ملیشو پوستې او نظامي مرکزونه ویشتلي چې هلته پرتو ورونو ولسونو ته زیان ونه رسیږي.
په تیرو کلونو کې ډیرو زور واکو، په خپلو وسلو غره ښکرورو او د هغوي لاسپوڅو کوښښونه وکړل چې افغانان سره په یو او بل وویشي اوداسې وښۍ چې افغان یو ملت ندی او باید دا د ننګیالیو خاور ټوټې شي.خو د هغوي ټولو ټولې هلې ځلې او هيلي په خړو اوبو لاهو شوي.
باید اوس پاکستان،هغوي باداران او نور غلامان په دې پوه شي چې یو افغان یو جدا کیدونکی ملت دی،یو بل سره وینه او مینه شریکه ده او افغانستان يې ګډ کور دي.که هرڅوک دې پاکې او غیرتي خاورې ته په بد نظر وګوري سترګې به يې اوسباسي او تاترین به يې ځاي شي.
څو چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي.