جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د چنګیزخان ورکه مقبره‎ | محیب رحمتي

د چنګیزخان ورکه مقبره‎ | محیب رحمتي

کله چي چنګېز خان مړ شو نو له مړيني وروسته د هغه مړى د ځناورو په ټېله کي د ګوبي سحرا مرکزي ښار ته راوړل شو. په لاره کي چي به د چنګېز مړى له کوم ځايه تېرېدى که به قافله يا مسافر په مخه ورتلل هغه به يې وژل، تر څو د چنګېز د مرګ خبر خپور نه شي.

کله چي د چنګېز مړى د هغه مرکزي ښار ته راوړل شو نو د هغه د ښخولو لپاره مشورې پيل سوې. چنګیز به د ښکاره لپاره د برخان خلدون غره ته تلی هلته د صنوبر یوه لویه ونه چي ده به يې تر سیوري لاندي دمه کوله، ده به ویل کله چي زه مړشم تر دې وني لاندي به مي خښوئ. دا ونه ډېره غټه او اوږده وه. ده به اکثره وخت ويل چي د دې سيورى زما لپاره ډېر د ارام ځاى دى. د دې وني په شاوخوا کي نوري وړې وړې وني هم وې چي په دې لويه ونه باندي راګرځېدلې وې.

د صنوبر د وني په سايه کي يو لوى قبر وکيندل سو، وروسته د چنګېز اس چي په وروستيو کي به هغه باندي سپرېدى ووژل شو او د هغه هډونه يې له غوښو جلا کړل بيا يې وسوځول پاک او صاف يې کړل. په قبر کي دننه يې يوه کوچنۍ خیمه ودروله، پخه غوښه، غله، يو غشى، يوه توره او د هغه د آس هډوکي يې پکي کېښودل، بيا يې چنګېز پکي خښ کړ.

د قبېلې خلکو تر هغو پوري د چنګېز په قبر پهره کوله تر څو چي د قبر په شاوخوا کي وني راشنې سوې، داسي پرېکړه ځکه وسوه چي چاته د چنګېز قبر معلوم نه شي.

ځیني روایتونه وايي چي د چنګیز په قبر باندي لس زره آسونه تېرسول تر څو د هغه د قبر نښي ورکي سي.

د څېړونکو په باور چي چنګیز خان د منګولیا په برخان خلدون غره کي خښ سوی دی، د منګولیا حکومت د برخان خلدون غر چي په منګولیا کي د سپېڅلي غره په نوم یادیږي د چنګیز د قبر د پټ ساتلو په غرض له لسیزو راهیسي ممنوع سیمه اعلان کړې ده. دا ممنوع سیمه 240 کیلومیټره مربع ده، دې سيمي ته په مقدس نظر کتل کېږي او هيڅوک د ورتګ اجازه نه لري خو په 1980 اتیا کي يوازي څېړونکو ته په محدود ډول د ورتلو اجازه ورکړل شوه.

د ناسا په مرسته څېړنکو هڅه وکړه چي دتصویرونو له په مرسته سیمه کي د چنګیز قبر ومومي خو بریالي نه سول. ځیني څېړونکو د ټیکنالوجي په مرسته د ځمکي لاندي برخه هم وڅېړله خو بریالي نه سول. دا څېړني هم له محدویت سره وسوې ځکه چي دوی سیمي ته پوره لاسرسی نه لري.

د هغه قبر اوس هم په منګولیا کې یو پټ ځای دی او څېړني یې د جغرافیایي پېچلتیا، مغولو د قبر پټ ساتلو د کلک دود او د منګولیا د حکومت د محدودیتونو له امله په ډېر پڅ ډول پر مخ ځي.

د تاریخ پوهانو له نظره د چنګیز مړینه د جګړې په مهال د یوې سختې ناروغۍ لکه ټایفوس یا د معدې ناروغۍ له امله وروسته له هغه چي د شي شیا واکمن یې تسلیم کړ د 1227 په اګست کي ومړ.

ځيني روایتونه د هغه مړینه د زهرو، زخمي کېدو، په چاقو وژل کېدل ښيي.

1 COMMENT

  1. چنګیز خان جالب انسان ۇ.
    ظالمان دوه ډوله دی:
    ۱ – کوم چی ذاتاُ ظالم وی ( په ژِن کی ئې د ظلم او سادیسم عنصر ګډ وی ).
    ۲ – کوم چی د روزګار چارو ئی پر روحیه باندی منفی اغیزه کړی او د انتقام د غریزی د ارضاء په موخه ئی تظلم ته مخه کړی وی.
    چنګیز خان ممکن ذاتاً ظالم نه ۇ بلکه د خوارزم د حاکمانو ظلم ( کوم چی د چنګیز د سفیرانو په وړاندی ئی دوه ځله تر سره کړ ) د انتقام د اور لمبه ور جګه کړه او هغه ناوړه کړنی ئی تر سره کړی کومی چی نوم ئی د تاریخ د ظالمانو په لیست کی ثبت شو خو جالبه دا ده چی هیڅ پلار جرئت نلری چی پر خپل زوی د یو تاریخی ظالم کس نوم کښیږدی اما زموږ په پراخه سیمه کی ځینی یا ډیر پلرونه شته دی کوم چی پر خپلو زامنو ئی د چنګیز نوم ایښی دی چی البته عمومی کرکه ئی نه ده پارولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب