جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: سږ کال د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰ مټریک ټنه...

مسوولان: سږ کال د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰ مټریک ټنه زعفران صادر شوي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې له افغانستان څخه د شاوخوا ۳۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې په دغه موده کې ۳۰ مټریک ټنه زعفران صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړې چې، یاده اندازه زعفران هندو، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیې، امریکا متحده ایالت، هسپانیې، فرانسې، اسټرالیا او یو شمېر نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.

له دې سره هم مهاله د کرنې وزارت مسؤلان وايي، سږ کال په ټول هیواد کې پر ۱۲ زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي چې، د تېر کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...