جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې د چرګانو...

‏افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې د چرګانو بیې بې‌سارې راټیتې شوي

تاند (سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) پاکستاني رسنۍ وایي چې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو او سوداګرۍ له بندېدا سره په کراچۍ کې د چرګانو او غوښو بیې په بې ساري ډول ټیټې شوي.

د سند ایالت د چرګانو پلورونکو ټولنې عمومي منشي کمال اختر صدیقي ډان ورڅپاڼې ته ویلي، چې د نرخونو د راټیټیدو یوازینی دلیل افغانستان ته د چرګانو، مرغانو، هګیو او نورو محصولاتو د صادراتو ځنډول دي.

د راپورونو له مخې؛ د ژوندیو چرګانو یو کیلو بیه اوس له ۳۵۰ څخه تر۳۷۰ کلدارو رسېدلې ده.

په داسې حال کې، چې د لارو او سوداګرۍ له بندېدا مخکې له ۴۶۰ څخه تر۵۴۰ روپۍ وه.

د اکټوبر په نیمایي کې، چې لارې وتړل شوې؛ د چرګانو بیې ان ۳۱۰ او۳۶۰ روپیو ته راټیټې شوې وې.

راپور کې راغلي چې، د چرګانو غوښه له لړمون او شاټینګي سره ۴۰۰-۴۸۰ روپۍ او پاکه شوې غوښه ۵۳۰-۵۸۰ روپۍ بیه لري.له هډوکو پرته غوښه اوس ۷۰۰-۸۰۰ روپۍ ده، چې د سپټمبر په میاشت کې له ۱۰۰۰-۱۱۰۰ روپیو راټیټه شوې ده.

که څه هم د کراچۍ کمشنر د ژوندیو چرګانو او غوښې رسمي بیه پر ترتیب ۲۸۸ او ۴۳۵ روپۍ ټاکلې؛ خو په بازار کې دا نرخونه نه رعایت کیږي.

د چرګانو ټولنې مسوولانو ويلي، چې چرګان اوس هم د سرې غوښې پر پرتله ارزانه دي او د نرخ کمښت د ټیټ او منځني عاید لرونکو کورنیو لپاره “یو اړین فرصت” رامنځته کړی دی.

له بلې خوا د پسه غوښه هره کیلو ۲۳۰۰-۲۵۰۰ روپۍ او د خوسکي غوښه له هډوکو پرته او هډوکو سره پر ترتیب ۱۴۰۰ او ۱۶۰۰ روپۍ پلورل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب