Homeخبرونهخلیلزاد: د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او د پراخې جګړې...

خلیلزاد: د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او د پراخې جګړې لپاره یې خطر بللی

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه)  د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونه چې، له کبله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندلي دي.

نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د ملکي وګړو وژنه او د پراخې جګړې خطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل نه دی.

خلیلزاد دغه راز ویلي چې، د ترکیې یو لوړ پوړی پلاوی به په نږدې وخت کې اسلام اباد او ښايي کابل ته سفر وکړي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې هوکړې لپاره فشار راوړي.

هغه زیاته کړې چې تړون کې ممکن د عملیاتو یا څارنې دفتر جوړول شامل وي چې، شاید په انقره کې مېشت وي او د ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان له لوري کارکوونکي ولري.

زلمي خلیلزاد څرګنده کړې چې دا مرکز به نه یوازې څارنه کولی شي، بلکې کله چې د سرغړونو تورونه یا راپورونه ترلاسه شي نو ستونزه حل کولی شي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کړي چې، تېره شپه یو ځل بیا پاکستان پر یادو ولایتونو هوایي بریدونه کړې چې، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا یوازې په خوست ولایت کې ۱۰ ملکیان وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...