Homeخبرونهپاکستان پر خوست، کونړ او پکتیکا هوایي بریدونو سره یو ځل بیا...

پاکستان پر خوست، کونړ او پکتیکا هوایي بریدونو سره یو ځل بیا اوربند مات کړ

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) ‏پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایت د پاکستان د تېرې شپې یرغل سره، د طالبانو او پاکستان ټینګ شوی اوربند مات شو.

دا اوربند د دوحې هوکړې په دوام، د ترکیې په مذاکراتو کې ټینګ شوی و او هوکړه شوې وه چې، پاکستان به د افغانستان پر هوايي حریم تېری نه کوي.

تېره شپه په خوست ولایت کې پاکستان د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل چې، یوه پکې یوه مېرمن، ۵ هلکان او ۴ نجونې شاملې دي.

طالبانو پر افغانستان د پاکستان برید او یرغل تایید کړی دی، خو تر اوسه یې هېڅ ډول نظامي غبرګون او ځواب نه دی ښودلای.

دا یرغل داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د پښتونخوا په پېښور ښار کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه مرکز وسله وال برید وشو چې ۸ پاکستاني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم پاکستان ښکاره په دغه برید کې طالبان بیا تورن نه کړل، خو تر دې وړاندې په ځلونو ادعا کړې، چې د وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د تحریک ملاتړي دي او ځای یې ورکړی دی، هغه ادعا چې طالبانو بار بار رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...