Homeخبرونهذ مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونو په خوست کې د یوې کورنۍ...

ذ مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونو په خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) ‏تېره شپه د خوست ولایت پر ګربز ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون ۵ هلکان او ۴ نجونې وژل شوې دي.

له دې سره سره پر پکتیکا او کونړ ولایتونو هم د پاکستان د هوايي بریدونو پخلی شوی دی.

په دغو بریدونو کې مجاهد یوازې د ۴ ملکي وګړو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو اوونیو راهیسې اوربند روان دی، خو په همدې بریدونو سره مات شوی دی.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د هوايي یرغل د ځواب په اړه غبرګون نه دی ښودلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...