تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د خوښۍ اندازه کول اسانه نه دي، خو د دې لپاره چې پوه شو خلک له خپل ژونده څومره راضي دي، یوه لار دا ده چې ورڅخه پوښتنه وکړو.
د Our World in Data (OWID) د راپور له مخې، د ژوند په اړه د ځان له خوا د قناعت اعلان هغه مهم شاخص دی چې څېړونکي پرې ډېره تکیه کوي. په دې میتود کې له خلکو غوښتنه کېږي چې تصور وکړي یوه خیالي زینه شته:
په دې زینه کې تر ټولو ښه ممکن ژوند د ۱۰، او تر ټولو بد ممکن ژوند د ۰ په توګه ښودل کېږي.
بیا خلک باید هغه ځای په نښه کړي چې په دې زینه کې یې احساسوي.
په چارټ کې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د درې کلونو د اوسطو نومرې ښودل شوي دي: د نړۍ څلور تر ټولو لوړې نومرې لرونکي هېوادونه او څلور تر ټولو ټیټې نومرې لرونکي هېوادونه.
افغانانو له ژونده قناعت ته په نړۍ کې تر ټولو ټیټه نومره ورکړې ده، او دا نومره د هر بل هېواد پرتله خورا کمه ده.
دا په بېلابېلو نورو څېړنو کې هم تکرار شوې ده. څېړونکو تازه د افغانانو د ژوند قناعت له نړیوالو ډیټاسټونو سره چې له ۱۹۴۶ کال راهیسې ثبت شوي، پرتله کړی او موندلې یې ده چې دا تر ټولو ټیټه ثبت شوې نومره ده چې تر اوسه پورې موجوده ده.
د سروې له ګډونوالو څخه دوه پر درېیمه برخه (۲/۳) خلکو په ۱۰ پواینتي مقیاس کې ۰ یا ۱ نمره ورکړې ده.
په دې سروې کې له خپل ژونده تر ټولو راضي یا قانع خلک د فنلنډ دي، ورپسې یې د ګاونډي ډنمارک او په درېیمه درجه ایسلنډ خلک بلل شوي دي.
د فنلنډ د یوه بل ګاونډي، سویډن خلک ځلورم ځای لري.
د سویډن د خلکو رضایت له لسو ۷.۷ دی. خو د افغانانو ۱ اعشاریه ۴ دی.
په دې کې شک نه شته چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، په بېلابیلو هیوادونو کې لالهانده دي، کله له یوه هیواده شړل کېږی او کله له بله. په خپل وطن کې یې هم لوی اکثریت نه کار و روزګار لري او نه د درې وختونو خواړه. خو له دې سره سره څرګنده نه ده چې دا سروې له څومره خلکو د پوښتنو پر اساس او په کومو ښارونو کې شوې ده؟