ډاکتر ش میرهکی
۱ـ د غذايي رژيم په ټاکلو او منظم تمرین سره کولای شئ تاسو خپل وزن را کم کړئ التبه که چېرته مو وزن زیات وي او دا ستونزه لرئ.
۲ـ د تغوط به وخت کې په کمود باندې هڅه وکړئ چې په هر لحاظ ارام کينئ ژر له تشنابه مه وځئ او هڅه مه کوئ چې په دې وخت کې زور ووهئ.
۳ـ د تغوط پر مهال د ډېر وخت لپاره مه کينئ کوښښ وکړئ چې له تشنابه ژر ووځئ او په ورځ کې لږ تر لږه څلور ځله د تغوط فعل اجرا کړئ.
۴ـ داسي خواړه خورئ چې فایبر لري مثلا میوه او سابه وخورئ ځکه چې فایبرلرونکي خواړه چې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کولمو د حرکت د زیاتوالي، او د معدې د نرمښت سبب کېږي.
۵ ـ د غوا شیدې، مستې، کورت، خیدګ (پنیر)، کوچ او داسې نور، ټول په غذايي رژیم کې له تاسو سره مرسته کوي چې په دې ناروغۍ باندې له اخته کېدو څخه مو وژغوري.
۶ ـ د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښئ چې له اتو تر لسو ګیلاسونه کېږي.
۷ ـ لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلي وګرځئ خو فکر مو وي چې ځینې څېړنې ډېر زیات پلي تګ په خپله د دې ناروغۍ یو لامل هم بولي نو په کار ده چې مناسب پلي ګرځېدا وکړئ؛ یعني په پلي تګ کې افراط هم مه کوئ.
۸ ـ سګريټ مه څکوئ او هغه خواړه باید ونه خوړل شي چې معمولاً د قبضیت لامل ګرځي.
د دې ناروغۍ درملنه څنګه کېدای شي؟
که چېرته تاسو پاسنۍ سپارښتنې عملي کړئ چې په وقايه کې ورته اشاره وشوه نو په دې ناروغۍ به نه اخته کېږئ، که چېرته پرې اخته یاست نو د پورته یادو شویو سپارښتنو عملي کول کېدای شي ستاسو د هيمورويد ناروغۍ له منځه يوسي خو دلاملونو لپاره يې زمینه مساعدېدل د دې ناروغۍ د بیرته راتلو چانس هم پیدا کوي نو په کار ده چې له دې ناروغۍ د ځان ساتنې لارې چارې په دقیق ډول په ورځنۍ ژوند کې عملي کړای شئ.
که د پورته سپارښتنو په پلي کولو او د ډاکټر له لوري د در کړل شوېو درملو په واسطه ستاسو ستونزه حل نه شوه نو په دې وخت کې ستاسو ډاکټر د جراحې عملې د سرته رسولو تابیا نيسي .
د بواسېرو يا هيموروید د ناروغۍ لپاره جراحي عملیات په لاندې ډول دي.
۱ـ د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي پایپونو تیرول تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړل شي.
۲ـ سکلرو تراپي یعنې د پړسیدلیو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحېې ته کیمیاوي مواد ترزیق کیږي.
۳ ـ په مایع نایتروجن سره د وینې د رګونو حجم کموي.
۴ـ د لایزر په مرسته د بواسیرو وچول.
کله کله جراحي عملیات هم د لنډ وخت لپاره مؤثر وي او کیدای شي د عواملو د موجودیت له کبله بیا هم بواسیر پيدا شي.
همدار راز استراحت، د دردضد درملو، انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رګونو منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم.
په ګرمو اوبو کې له ۱۰ تر شلو دقیقو کیناستل.
او تر ټولو ډير اړین د نظافت مراعاتول دي.
کله چې د تغوط له فعل وروسته له تشانابه وځئ نو مقعد ومنیځئ.
د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کولمه هم راوځي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي.
تیره برخه