تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) د افغانستان ځوان او پر وطن مئین سندرغاړي میرخان مقري تازه د کابل په نوم له احساساتو ډکه سندره ویلې چې د مینهوالو له تود هرکلي سره مخامخ شوې ده.
میرخان مقری چې د خپل پلار عبدالله مُقري یاد ژوندی ساتي، وايي د سندرې جوړولو پر مهال یې څو ځله ژړلي دي.
دی وايي: ” د کمپوز پر مهال یې سخت وژړولم، بیا یې د ثبت، او د ویډیو جوړولو پر مهال مجبور شوم د احساساتو له امله څو ځله شوټینګ ودروم.”
د میرخان په وینا د کابل سندره یوازې یو هنري او سندریز اثر نه دی، دا د یوه ملت ګډ احساسات او دردونه دي.
مقري وایي، غواړي د خپل پلار هغه وصیت په ځای کړی، چې وايي، “موسیقي باید د خلکو او وطن لپاره وي”.
“کابل” هغه سندره ده چې د یوې تاریخي پلازمېنې د ښکلا، مینې او لوړتیا روایت انځوروي او د میلیونونو افغانانو زړونه رېږدوي.
د پښتو ژبې هنرمند، ګلورین باچا د دې سندرې په اړه میرخان مُقري ته ویلي: “ما درته ویلي وو، چې ښايي ته سلګونه سندرې ثبت کړې، خو د “کابل” سندره به دې شهکار وي”.
د میرخان مُقري د دې سندرې شعر د پښتو ژبې د وتلي شاعر، ارواښاد ډاکتر خالق زیار او د کابل پوهنتون د پخواني استاد، محبوب شاه محبوب دی، چې کمپوز یې خپله میرخان کړی دی.
میرخان مقری وايي، هر هغه څوک چې کابل پېژني او هلته یې یو ساعت تېر کړی وي، له دې سندرې سره به ژور عاطفي تړاو پیدا کړي.
هغه وایي “دا سندره زما غږ نه، بلکې د میلیونونو افغانان درد دی”.
هغه په خپله فېسبوک پاڼه تازه د دې سندرې په اړه لیکلي:
“نوی سندره – کابل نشر سوه، د موسیقۍ سره سپینې خبرې کول ماته په میراث راپاته دي او بیا که هغه د وطن په هکله وي، بیا نو څوک ما نشي درولئ؛ که څه هم هغه خبره زما د سر په قیمت وي. زما ارواښاد پلار به ویل چي “ما ۴۰ کاله نصیحت وکړو او افغانان وایي چي مقری ښې سندری وایي” نو یه خلکو کابل یوه سندره نه ده! کابل د هیوادنۍ مېنې مجسم احساس دی، د وطن او وطنوالو درد دی، او په وطن کي د هر ظلم په وړاندې غږ دی چي د سندرې په بڼه تاسو ته کوم. د کابل د درد غږ چي په دغې سندرې کي نغښتی د زړه په غوږونو واورئ او د هغه هر افغان سره یې شریکه کړئ د چا چي په کابل زړه خوګیږي.”