تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) بلخ ولایت کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي، چې له حیرتان سوداګریز بندر څخه منځنۍ اسیا په ځانګړي ډول ازبکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو د صادراتو لړۍ پیل شوه.
مسوولان وایي، په لومړنۍ جوپه کې انار، مڼې او وچ توت صادر شول.
سرچینه وایي، دا صادرات به د افغانستان کورني تولیدات نه یوازې منځنۍ اسیا، بلکې نورو اسیایي او اروپایي بازارونو ته هم ورسېږي.
د حیرتان بندر له لارې منځنۍ اسیا ته د افغانستان صادرات په داسې مهال پیل شول، چې کابو یوه میاشت کې افغانستان له پاکستان سره هر راز سوداګري تړلې ده.
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان سره د هر راز سوداګرۍ د بندښت له پرېکړې وروسته رسنیو ته وویل چې، که پاکستان د لارو د تړل کېدو ضمانت ورنکړي نو سوداګري به بنده وي.
برادر ټولو افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې، له بدیلو لارو استفاده وکړي او پاکستان سره سوداګري بنده او هلته خپل حسابونه په درې میاشتو کې تصفیه کړي.