جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسوداګرۍ وزارت: هند افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکې جوړوي

سوداګرۍ وزارت: هند افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکې جوړوي

تاند( شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) افغانستان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند درملو د صادراتو پراختیا شورا غړو سره لیدلي دي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د درملو په واردولو، کیفیت ښه کولو، د پانګونې په فرصتونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو سوداګرۍ په پروسه کې د ستونزو په حل خبرې کړې دي.

سرچېنې زیاته کړې، په دې کتنه کې د یادې شورا غړو له افغانستان سره د درملو صادراتو کچې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هند افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکو د جوړولو برخه کې چمتووالی ښودلی.

سرچینې لیکلي، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې په همدې تړاو د یادې شورا استازی کابل ته راشي.

د یادونې وړ ده، چې په دې شورا کې ۵۷ د نړیوال کیفیت معیاري فابریکې غړیتوب لري.

هند داسې مهال افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکې جوړولو ته چمتووالی ښيي چې، کابو یوه میاشت کېږي افغانستان له پاکستان سره د درملو د وارداتو ترڅنګ هر راز سوداګري بنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب