جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهامربالمعروف وزارت، ټیک ټاکر ملک اکبر د غیر اخلاقي کړنو په تور...

امربالمعروف وزارت، ټیک ټاکر ملک اکبر د غیر اخلاقي کړنو په تور نیولی

تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس ۸مه) امربالمعروف وزارت وايي، د ملک اکبر کاکا په نوم یو افغان ټیک ټاکر او پخوانی یوټیوبر یې د غیر اخلاقي کړنو په تور نیولی دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند، سیف الاسلام خیبر ویلي، هغه د غیر اخلاقي کړنو له امله چې، د خیبر په وینا اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون نه لاره، نیولی دی.

خیبر ویلي چې ملک اکبر تر نیول کېدو وروسته محکمې ته معرفي شوی او ژر به محاکمه شي.

سیف الاسلام همداراز خبرداری ورکړی، چې که هر څوک ورته کړنې ترسره کړي، وبه یې نیسي او سزا به ورکړي.

ملک اکبر چې په ټیک ټاک کې شهرت موندلی، د طالبانو له خوا ترې په اخیستل شوي اقرار کې پر خپلو کړنو پښېماني ښودلی شوې او ډاډ یې ورکړی چې ورته کړنې به نه کوي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو په هېواد کې د ټولو ممثلینو پر چارو بندیز لګولی او هغوی نه شي کولای چې د تلویزیون او یا یوټیوب له لارې خپرونې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب