تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) د طالبانو د حکومت مالیې وزارت خبر ورکړی، چې له نړېوال بانک سره د دوی پرله پسې اړیکو، هڅو او همکاریو پایله کې دغه بانک د خپل دفتر له بیا پرانېستلو سره سم، په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
سرچېنې لیکلي، اوسمهال یاد بانک چمتو دی څو د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو پیسې ورکړي، چې اسناد یې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو څخه مخکې بشپړ او طی مراحل شوي و.
نړېوال بانک د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پیسو د بیا ورکړې لړۍ چې، اسناد یې دغه بانک د څارنې ټیم او مالیې وزارت له لوري څېړل شوي او نهايي شوي، پیل کړې.
معلوماتو کې د څېړنو له مخې ویل شوي، یاد بانک له قراردادي شرکتونو څخه نږدې ۴۵ میلیونه ډالر پوروړی دی، چې دغه پور به په څلورو پړاوونو کې کې له یاد وزارت سره په همغږۍ شرکتونو ته ورکول کیږي.