تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) پاکستاني رسنیو په اسلاماباد کې د ترکیې د سفیر عرفان نزیروغلو، له خولې راپور ورکړی چې د ترکیې یو جګپوړی پلاوی به راتلونکې اوونۍ اسلاماباد ته سفر وکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړي.
د دې سفر اعلان لومړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه مهال وکړ چې د روانې میاشتې په پیل کې د ترکیې او قطر په منڅګړتوب په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې وه چې د ترکیې پلاوی لږترلږه دوې اوونۍ وړاندې پاکستان ته تللی وای. ترک چارواکي د خپل پلاوي د سفر د ځنډ په اړه څه نه دي ویلي.
په اسلام اباد کې د ترکیې سفیر وویل چې اسلاماباد ته د ترکیې په تلونکي پلاوی کې به د څو مهمو سکټورونو وزیران او د استخباراتو ريیس شامل وي. د ترکیې د انرژۍ وزیر به هم له پلاوي سره ملګری وي.
هغه زیاته کړه:
«دواړه هېوادونه باید د وروڼو په څېر ژوند وکړي. ترکیې پرېکړه کړې چې دا کار ممکن کړي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هغه مهال زیاته شوه چې تېره میاشت وروسته له دې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې. له دغو نښتو وروسته پاکستان خپلې ټولې ترانزیتي لارې پر افغانستان بندې کړې او لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لارې بندې دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي، پاکستان هر وخت چې یې زړه وغواړي په ځانګړي ډول کله چې د افغاني محصولاتو د صادراتو وخت وي، خپلې لارې بندوي او افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي نو پرېکړه کوي چې دا ځل به دوی هم تر هغو لارې بندې وساتي چې پاکستان کلک تضمین نه وي ورکړی چې سوداګري لارې به له سیاسي او امنیتي مسلو سره نه تړي.
د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان په ځای د نورو لارو د موندلو په هدف ایران او بیا د چهارشنبې په ورځ هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ. راپورونه وايي چې دواړو خواوو د ترانزیت او سوداګرۍ په اړه یو لړ مهمې موافقې کړي څو افغانستان د پاکستان د ترانزیتي لارو له احتیاجه خلاص شي.