تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) په هرات کې د زعفرانو ګل د راټولولو له موسم سره هم مهاله، د زعفرانو کلنی نندارتون جوړ شوی دی.
زعفران کارانو او کروندګرو خپل د زعفرانو ګلونه او تازه زعفران په دغه نندارتون کې په ۷۲ غرفو کې نندارې ته اېښي دي.
مسوولان وایي، دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
مسوولان وایي دا د زعفرانو د ګُل لسم جشن دی چې، په هرات ولایت کې نمانځل کېږي او د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي هم د پرانیستي مراسمو کې ګډون لري.
زعفران د درملیز اهمیت له کبله دومره ارزښتناک دي چې ځینې وخت سره زر هم ورته ویل کېږي، چې د مالوماتو له مخې د یو کیلوګرام بیه یې په افغانستان کې تر ۱۰۰ زره افغانیو هم پورته ده.
د افغانستان د زعفرانو نژدې ۹۰ سلنه تولید په لویدیځ هرات کې کېږي؛ هغه سیمه چې له څو پېړیو راهیسې هلته کرل کېږي او اوس دغه صنعت سوداګریزي بڼي ته اوښټی دی.
که څه هم زعفران په افغانستان کې له پخوا کرل کېدل، خو وروستیو دوو لسیزو کې د دغه بوټي کر او تولید سوداګریز بڼي ته اوښتی او بهر ته یې لیږد د پام وړ زیات شوی دی.