Homeخبرونهد فوتسال ملي لوبډله نن د ایران پر وړاندې د سیالۍ ډګر...

د فوتسال ملي لوبډله نن د ایران پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) ‏د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو پیوستون سیاليو پر دوام په خپله دویمه لوبه کې نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي.

دغه سیالي د افغانستان پر وخت ۳ بجې د سعودي عربستان ریاض ښار کې ترسره کېږي.

د فوټسال ملي لوبډلې د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته نهه په پنځه ګولونو ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي هېوادونو شپږم پړاو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون لري.

الف ګروپ کې کوربه سعودي عربستان، ازبکستان، لیبیا او اذربایجان ګډون لري او بي ګروپ کې افغانستان، ایران، تاجکستان او مراکش لوبډلې سره لوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...