پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ‏افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ په ترکیه کې درېیم پړاو خبرې...

د ‏افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ په ترکیه کې درېیم پړاو خبرې نن پیلېږي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) د افغانستان د اوسني نظام پلاوي پرون چهارشنبه پاکستاني لوري سره د خبرو د دوام په نیت د ترکیې استانبول ښار ته سفر کړی دی.

د طالبانو د پلاوي مشري دا ځل د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق په غاړه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوی د حکومت په پلاوي کې دا ځل هم د تېرو خبرو ګډون کوونکي انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رییس عبدالقهار بلخي، د یاد وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین شامل دي.

ویل کیږي دې خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري د ای‌ اس ‌ای رییس عاصم ملک کوي.

تر دې وړاندې د خبرو لومړی پړاو په دوحه او دوهم پړاو په ترکیه کې ترسره شوی دی.

خو د نظر خاوندان بیا وایي څنګه چې تمه کېده په لومړیو پړاوونو کې دواړه لوري توافق ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...