تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۳مه) د پاکستان د دفاع وزیر وايي، که د اسلاماباد او کابل ترمنځ روان مذاکرات پایله ور نکړي، پاکستان به له افغانستان سره په «ښکاره جګړه» لاس پورې کړي.
خواجه آصف له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې، که څه هم په تېرو ورځو کې هېڅ پېښه او نښته نه ده شوې، په دې مانا چې د دوحې تړون تر یوه حده اغېزناک تمام شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دواړو لورو د مذاکراتو پایلې به نن شپه یا سبا څرګندې شي.
طالبانو بیا تر اوسه د پاکستان دفاع وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خواجه آصف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، نن په ترکیه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی.
د دې خبرو په لومړي پړاو کې چې په دوحه کې ترسره شو پکې د دواړو لورو ترمنځ اوربند شوی دی.
داسې ښکاري چې هغه اوازې رښتیا کیږي چې ویل کیده زمونږ خاوره ۱۰۳ کاله وروسته بیرته زمونږ لاسته راځي. پاکستان دومره قرضدار دی چې بیرته یې نشي ورکولی او نور څوک قرض هم نه ورکوي تر څو پخواني پورونه ورنکړي. یواځې د ۱۵ ورځو جنګ توان لري، په هغې کې هم مونږ ورته یو څو ورځې د پولې په جنګ کې کمې کړې اوس کیدی شي ۸ یا ۹ ورځې جنګ وکړی شي. دومره خو مونږ هم حوصله لرو ۸ ورځې دې بمبار وکړي ځان به وساتو او پیاده خو بیا زمونږ مخ کې پنجابی د ټینګې ندی. بیا زمونږ مخه خلاصه ده نو خپله ځایونه به بیرته نیسو باید یو کار وکړو چې ونه دریږو او نیولي ځایونه بیرته پرینږدوه. ساده د جنګ پلان درواخلئ.