Homeخبرونهپه استانبول کې د پاکستان او افغانستان د خبرو دوهم پړاو پای...

په استانبول کې د پاکستان او افغانستان د خبرو دوهم پړاو پای ته ورسېد

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب/ ۳ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د ترکيې په استانبول ښار کې پای ته ورسېد.

تمه کېده خبرې به درې ورځې نورې هم دوام وکړي. نن د دواړو هېوادونو د پلاویو ترمنځ د خبرو دوه جلا پړاوونه ترسره شول.

تر دې وړاندې د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند موافقه وشوه.

په استانبول کې د افغانستان په پلاوي کې د کورنیو چارو مرستیال رحمت‌الله نجیب، لومړی سیاسي رئیس نور احمد نور، د قطر لپاره د افغانستان سفیر سهیل شاهین، او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي. د دوی ترڅنګ د دفاع وزارت یو استازی نور رحمان نصرت هم په خبرو کې حاضر و.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د استانبول په خبرو کې څه پرمختګ شوی دی.

خو د دې خبرو په درشل کې، دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې که روانې خبرې مثبته نتیجه ورنه‌کړي، وضعیت کولای شي په پرانيستې جګړې بدل شي.

هغه د سیالکوټ په مراسمو کې د دولتي سردار بېګم تدریسي روغتون د بیا جوړونې د پرانستلو پر وخت رسنیو ته وویل چې د خبرو پایلې ژر څرګندېږي.

آصف وویل: «ما دوه ساعته وړاندې له افغان چارواکو سره ناسته درلوده. پایلې به تر سبا څرګندې وي.»

هغه د افغانستان د طالبانو چارواکو ته په خطاب کې وویل: «که مسایل هوار نه‌شي، جګړه به وي. اختیار زموږ په لاس کې دی؛ ستاسو اختیار براعلا (ښکاره) جګړه ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...