پوهندوی آصف بهاند
د کونړ د هنرپروره درو د غرونو په لمنو کې راټوکېدلی گل
شفیعالله صافی مشهور په شفیعجان د کونړ د هنرپروره درو د غرونو په لمنو کې داسې راټوکېدلی گل دی چې هم په استادانه ډول رباب غږوي او هم خدای داسې خوږ غږ ورکړی دی چې په اورېدوسره یې هراورېدونکی خپله ستړیا هېروي.
شفیعجان خپل دواړه هنرونه (رباب غږول او سندرې ویل) داسې په سوریله ډول خپلو لیدونکو او اورېدونکو ته وړاندې کوي، لکه په کلونو ـ کلونو یې چې په یادو دواړو هنرونو کې لوړې زدکړې کړې وي. د ده له ستوني راوتونکی غږ او له هنرمندوگوتو زېـږېدونکې نغمې، د هر اورېدونکي ذهن او روح اراموي او قوت و خوند وربښي.
شفیع جان پر خپلو دواړو هنرونو باندې داسې برلاسی دی چې د استادۍ پوړۍ ته یې ځان رسولی دی. زه چې د ده هنري فعالیتونو ته گورم، دې پایلې رسېـږم چې شفیعالله صافی د افغانستان د هنرونو نړۍ ته د خدای یوه لورینه چې داسې هنرمند یې پر افغانو باندې لورولی دی، افغانان باید د دې ډالۍ په قدر او ارزشت باندې پوه شي او درنای یې وکړي.
د شفیعالله صافي پېژندنه:
زه له شفیعجان سره داسې اشنا شوم:
د لڼدیو ټولولو د پروژې د کارونو په ترڅ کې د ورځې په اوږدو کې چې وخت پیدا کړم، نو په ټولنیزه میډیا کې په نویو لنډیو پسې گرځم. نن (۱۶/۱۰/۲۰۲۵) مې د فیسبوک په لنډو ویدیوگانو کې داسې ویدیو وموندله چې ما ته یې د لنډیو خزانه په لاس راکړه، د «زما هنر ــ zama honar» نومی ویدیو چینل له ارشیف څخه یوه ویدیو په مخه راغله چې هلته یوځوان د ادمخان په څېر رباب غږوي او یو تن منگي ورته وهي او ښې له سوزه ډکې لنډۍ زمزمه کوي. دا رباب غږونکی او سندرغاړی همدا شفیعالله صافی دی.
په یاد ویدیو چینل پسې مې لټه پیل کړه، څو مې پیدا کړ او د موسیقۍ، شعرونو او لنډیو یوه ښکلي بڼ سره مخ شوم او ورسره داسې له سوزه ډک غږونه چې ما غوښتل.
په ویدیوگانو کې د شفیعجان رباب غږول او سندرې ویل دواړه له نوي او ښکلي هنریت سره مل او له خوندونو ډک دي.
زما تلوسه، د رباب غږونکي سندرو او رباب غږولو نوره هم زیاته کړه، د ده په باب ما هېڅډول معلومات نه درلودل، نو مې سمدلاسه چتجيپيتي سره خبرې پیل کړې، هغه له خپلې شتهمنې خورجینې نه معلومات راسره شریک کړل، خبرې مو داسې پیل شوې:
آصف بهاند:
«سلامونه! یویوتیوب چینل دی «زما هنر» نومېـږي، که د دې په باب معلومات راکړې.
ChatGPT:
وعلیکم سلامونه!
زه په ژوره توګه نه پوهېـږم چې ستاسو د “هنر” نومې یوټیوب چینل په ځانګړي توګه کوم چینل دی — که چېرې نوم دقیق وي، ممکن ومومم — خو کولای شم تا سره مرسته وکړم چې څنګه معلومات پیداکړې او…
آصف بهاند:
په دې چینل ګې یوتن رباب غږوي او ورسره سندرې وايي، بل تن دوگړې یا منگی غږوي د چینل نوم داسې دی: zama honar
ChatGPT:
«ما یو څه معلومات پیدا کړل چې ښايي د “zama honar / زما هنر” یوټیوب چینل په اړه وي:
موندل شوي معلومات:
- یو چینل شته په نوم Zama Honarچې لاندې لینک لري: “Zama Honar · Nuristan Beautiful province | Afghanistan” YouTube
- د دې چینل ویډیوګانو کې رباب او منګۍ / مِنگی کارول شوي دي. د مثال په توګه:
- “New Rabab Mangi Song | Mala Bal Waka 2025” ویډیو د دې چینل لخوا خپره شوې ده. YouTube
- “Pashto Rabab Song | Zama Qismat” هم د دې چینل په نوم دی. YouTube
- د ګډونوالو شمېر ښودل شوی چې شاوخوا ۱۸٫۹زره دی.» YouTube
آصف بهاند:
رباب غږونکی چې سندرې هم وايي، دا څه نومېږي؟
ChatGPT:
«ډېره ښه پوښتنه ده!
په چینل Zama Honar کې چې کوم رباب غږوونکی هم سندرې وايي — هغه یو ځانګړی هنرمند دی، او د ویډیوګانو له مخې د هغه نوم نورستاني خالد (Khalid Nuristani) ښودل شوی.
هغه اکثره وخت د یو بل ملګري سره ګډې هنري ناستې کوي، چې هغه په منګۍ (ډوګره) غږوي. د دواړو یوځای اجراوې ډېر مشهورې دي — په ځانګړي ډول د “Mala Bal Waka” او “Zama Qismat” سندرې.
نو، په لنډه توګه:
د رباب غږوونکي او سندرغاړي نوم: خالد نورستانی (Khalid Nuristani)
د منګۍ غږوونکي نوم: عموماً د “شاه ولي” یا ورته نومونو لاندې یاد شوی، خو دا لږ تغیر کولی شي د ویډیو له مخې.
آصف بهاند:
بیا مې خبره داسې ورسره وغځوله:
زه غواړم چې بیوگرافي یې راته ولیکې.
ChatGPT:
«ما د “خالد نورستاني” په هکله هیڅ معتبره سرچینه ونه موندله چې د هغه بشپـړه ژوندلیک یا بایوګرافي وړاندې کړي. ممکن هغه هنرمند محلي شهرت لري او په عامو رسنیو کې نه وي استازی شوی.
خو زه کولای شم هغه څه چې موندلي دي او همدارنګه وړاندیزونه درکړم چې څنګه کیدای شي نور معلومات ترلاسه کړې، راځئ لومړی هغه څه چې موندلي دي:
هغه څه چې مې موندلي دي:
- د Zama Honarیوټیوب چینل کې د رباب او منګۍ ترکیب سره سندرې خپرېږي.
- په ځینو ویډیوګانو کې د “New Rabab Mangi Song | Mala Bal Waka 2025” او “Pashto Rabab Song | Zama Qismat” نومونه لیدل شوي دي.
- چینل داسې ښکاري چې د هنري کارونو لپاره جوړ شوی او ښايي محلي، سیمهییز او فرهنګي اثر ولري.
- تر اوسه مې په انټرنېټ کې کومه رسمي بیوګرافي، راپور یا مصاحبه ونه موندله چې د هغه د ماشومتوب، زدهکړې، کورنۍ وضعیت یا د هنر پیل تفصیل راښيي.
ولې داسې معلومات نه موندل کېږي؟
- هنرمندان چې شهرت یې محلي یا سیمې پورې محدود وي، کله ناکله په انټرنېټ کې اسناد نه لري.
- ژبني او رسنیزي موانع: ممکن معلومات په پښتو یا د محلي ژبو کې وي او د لویو نړیوالو سرچینو لخوا نه وي راښودل شوي.
- د رسنیو کم پوښښ: که په رسنیو لکه تلویزیون، اخبار یا معتبر ویبپاڼو کې د هغه په اړه لیکنه نه وي شوې، نړیوالو لټونګرانو ته معلومات نه رسیږي…»
د شفیعالله صافي په باب د مصنويځیرکتیا ناسم معلومات دا ښیي چې مخکې تر دې د شفیعجان په باب چا څه نه دي لیکلي. د همدې دلیل له مخې چتجيپيټي ډېر ځلې د نومورکو کسانو په باب معلومات نه شي وړاندې کولای او یا په تېروتنې سره مورد نظرشخص ته ورته څوک درته معرفي کوي ځکه چې دوی د نورو د معلوماتو په زېرمهتونونو تکیه کوي.
بیا هم زه غلی نه شوم خپل لټون مې وغځاوه او د شفیعجان له داسې ویدیوگانو سره مخ شوم چې هلته یوازې شفیعجان لیکلی و.
د څو نورو ورته ویدیو گانو په لیدلو سره راته ثابته شوه چې د دې سندرغاړي نوم شفیعالله صافی دی. د ده د یوه غږیز کلپ لهپاره داسې یو انځور جوړ شوی چې د ده عکس او نوم ورباندې لیدل کېږي چې شفیع دی.
شفیعجان په غږیز کلپ کې په خپل سحرگر غږ سره داسې یوه سندره زمزمه کوي چې د ده دواړه هنرونه (رباب غږول او سندرې ویل) ښه په کې ځلېدلي دي:
زما اشنا لاچی لونگ دی
نه تور نه غنمرنگ دی
د گل په رنگ دی
*****
چې ځي پر لاره نو زنگېـږي
عجیبه ښکلی مالومېـږي
نشه، نشه بوټی د بنگ دی
نه تور نه غنمرنگ دی
د گل په رنگ دی
*****
چې ورته گورې لراوبره
جوړه زموږه برابره
زه یمه شمعه یار پتنگ دی
نه تور نه غنمرنگ دی
د گل په رنگ دی
*****
رفیق صافی د یار په مینه
فربانوي د بدن وینه
د یار په مینه کې ملنگ دی
نه تور نه غنمرنگ دی
د گل په رنگ دی
زما اشنا لاچی لونگ دی
نه تور نه غنمرنگ دی
د گل په رنگ دی
https://www.facebook.com/reel/914035844104479
بیا مې د دې سندرغاړي داسې سندره مې هم ولیدله چې دی سندرې وايي او پر سکرین باندې یې نوم «شفیعالله صافی» لیکل کېږي:
https://www.facebook.com/reel/1283674722550624
ما به چې د شفیعجان هره ویدیو لیدله، د ده د پېژندې لهپاره مې نوره هم تلوسه ډېرېدله. وروسته له ډېر لټون څخه مې د یو فرهنگ دوست ملگري ښاغلي عثمان غني حمیدي په مرسته د ښاغلي شفیعالله صافي د وتساپ شمېره پیدا او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه مې خبرې ورسره وکړې. بیا مې د مقالې د لا غنا او رنگینۍ په غرض له ده نه، د ده د زوکړې، نیټه زدکړو، له موسیقي سره اړیکې په باب په تلیفون کې لنډې پوښتنې وکړې او ده هم په ډېر لنډ ډول ځوابونه راکړل، دلته د پښتو موسیقۍ د دې نوي، خو استاد شخصیت د لا پېژندنې لهپاره، له ده څخه زما د پوښتنو د ځوابونو لنډیز له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم:
خوږ غږی سندرغاړی او تکړه رباب غږونکی شفیعالله صافی، مشهور په شفیع جان اصلاً د کونړولایت د پېچ درې د شوړیک کلي اوسېدونکی دی، خو زوکړه یې د مهاجرت په کلونو کې د پېښور د چارسدې په اتمانزو کلي کې د ۱۹۸۹ م کال د اگست میاشت کې شوې ده، د پلار نوم یې حضرتولي سمندر دی، په دوهزرم کال (۲۰۰۰ ام کال) کې بېرته خپل کلي کورکلي کونړ ته کډه شوي دی، بیا په ۲۰۲۱ اگست کې د جمهوریت له سقوط سره سم بېرته پېښور ته تللي دی.
له بده مرغه د محلي نامساعدو شرایطو په وجه ښوونځی ته نه دی تللی، خو لیکلوست یې د یوه وطن پرست شخص په لارښوونه زدکړی دی.
د شفیعجان د ژوند په پوړیو کې داسې هم شوي چې دی مزدوری ته اړ شوی او کله یې چې د کونړ په گاونډ ولایت د نورستان د «وامه» ولسوالۍ په «پولس» کلي کې مزدوري کوله، هلته یې خپل رباب هم له ځان سره وړی و، کله ـ کله به یې ترنگاوه او د خپل ستړي ژوند دمه به یې له رباب سره وه. په دې وخت کې د خدای کوم دوست چې ډاکتر عبدالقیوم نومیده او په نورستان کې یې کوچنیانو ته کتابونه، قلمونه او کتابچې ویشلې، شفیع جان یې له رباب سره لیدلی او د استادانه، وطني او انساني مینې له مخې یې ورته ویلي دي چې که غواړې چې ربابغږول زدهکړې او ورسره سندرې هم ووايي، نو د دې کار اساسي او بنسټیز شرط د لیکلوست زدهکول دي؛ نو همهغلته شفیعجان یاد ډاکتر ته گونډه وهلې، هغه کتاب، قلم او کتابچه ورکړې او شفیعجان د مزدورۍ تر څنگه دومره لیک لوست زده کړی چې اوس هرڅه لوستلی او لیکلی شي. شفیعجان واده کړی دی او د دوولوڼو او دوو زامنو پلار دی.
شفیعجان، موسیقي او سندرېویل:
ښاغلی شفیعالله صافی په پیل کې سندرې ویل شروع کړي دي او وروسته یې رباب غږول د خپل ځانگړي شوق له مخې شروع کړی دی. د رباب غږولو او سندرې ویلو په برخه کې یې هم ټاکلې مکتبي زدهکړې نهدي کړې. دی خپله وايي چې په پېښور کې مې له ناصر استاد څخه رباب غږول زدکهکړل. کله مې چې د سندرو ویلو د څرنگوالي په باب وپوښته، نو راته وېویل چې:
«په وړوکوالي کې مې د نواب استاد او سیدمحمد استاد غږونه خوښېدل او سندرې به مې یې اورېدې، ځکه د سندرو ویلو شوق راته پیدا شو او دا دې څه د پاسه پنځهلس کاله کېـږي چې رباب غږوم او ورسره سندرې هم وایم.»
کله چې ما پوښتنه ځینې وکړه چې:
«له رباب نه پرته د موسیقۍ کومه بله اله غږولی شې؟»
ده په ځواب کې راته وویل:
«اوس مې ارمونیم پیل کړی دی، خو ترحسابي بریده نهیم رسېدلی او غواړم چې د زدکړې لهپاره یې کوم استاد ته گونډه ووهم.»
د پاکستان او افغانستان اوسنیو کړکېچنو حالاتو او روابطو ته چې ولیدل شي، د دې احتمال هم شته چې شفیعالله بېرته افغانستان ته ستون کړای شي، خدای مهکړه که دا کار وشي، د شفیعجان د هنرونو چینه وچه وگڼئ. دی خپله هم وايي چې:
«ما ته پته ده، چې په اوسنیو شرایطو کې که زه افغانستان ته لاړ شم، زما هنر مړ دی او بیا به د روزي پیدا کولو له پاره چېرې مزدورۍ ته درېـږم.»
د خوشحالۍ خبره خو دا ده چې په کورنۍ کې دننه د ده له سندرې ویلو او ربابغږولو سره څوک مخالفت نه لري او دی له پیل نه ترنن پورې خپل هنري فعالیتونه پرته له کوم خنډ نه پرمخ بیايي.
د شفیعالله صافی بیوگرافي د لیکلو په وخت کې ناڅاپه د ښاغلي وليالله ملکزي کتاب (کونړ، غرونه غورځنگونه) راپهیاد شو، ما ویل چې ښايي ښاغلي ملکزي به د کونړ موسیقۍ ته یو باب ځانگړی کړی وي او د کونړ د موسیقۍ او سازیانو په هکله به یې د پاملرنې وړ معلومات خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړی وي؛ خو کله مې چې یاد اثر پرانست، ومې لیدل چې ملکزي د کونړ د موسیقۍ او سازیانو حق نهدی وراداکړی. د خپل کتاب په ۳۵۴ ام مخ کې د «موسیقي او سندریز هنرونه» (ملکزی، وليالله، کونړ، غرونه غورځنگونه، هاشمي خپرندویه ټولنه/ جلااباد، ۱۴۰۰ ام ل/ ۲۰۲۱ م کال، ۳۵۴ ــ ۳۵۶مخونه)
ترسرلیک لاندې یوازې یو پروگراف بحث کړی دی او وروسته تر هغه یې په لنډ ډول د دووسندرغاړو(گناربېگم، گلاجان استاد) په باب ډېر لنډ معلومات لیکلی دی. زما تمه دا وه چې د نورو مطرح سازیانو په څنگ کې به د شفیعالله ساپي په باب هم څه معلومات وړاندې شوی وي، خو هلته مې هیڅ هم ونهلیدل.
د افغانستان په موسیقي کې، د مشرقي د موسیقي مکتب ځانته ځانگړیدریځ او خصوصیات لري. ښاغلی شفیعالله د دې ښوونځی له استازو یو استازی دی. ده د موسیقۍ په دې ښوونځي کې ځانته داسې ځای او لار پرانستې ده چې ښايي بل چا به دا کار نهوي کړی. دی له رباب سره داسې په مینه او خوند سندرې وايي چې بېلگه یې تراوسه نه ده لیدل شوې، د همدې دلایلو له مخې شفیعجان، لا په ځوانۍ کې د افغانستان د موسیقۍ او بیا په ځانگړي ډول د مشرقي موسیقۍ حق ورادا کړی دی او نورخدمتونه به هم وکړي.
شفیعالله صافی د موسیقي په بڼ کې د یو خودرویه صحرايي گل په څېر خپله غاړه هسکه کړې، په خپله یې ځان اوبه کړی، خپله یې ځان پاللی دی او دا دی اوس د یو بېجوړې مستانه ربابغږونکي په توگه داسې سندرې وايي چې نه پخوا تر ده داسې څوک و او نه اوس کومڅوک شته چې سیالي ورسره وکړي.
په یوتیوب کې د «زما هنر ــ zama honar» په نامه د شفیعجان چینل:
شفیعالله صافی په یوتیوب کې ځانته د «زما هنر ــ zama honar» په نامه یو چینل جوړ کړی دی چې د ده څه کم درېسوه ویدیو کلپونه په کې خوندي دي. دی خپله د دې چینل په باب داسې وايي:
«په پېښور کې ملگرو راته ووې چې په یوتیوب کې یوځای جوړ کړه چې د سندرو پته دې مالومه وي او بیا همدې ملگرو راته جوړکړ:
اوس مې دومره زدهشوې دي، چې خپلې سندرې، زه په خپله په یوتیوب کې پورته کوم.»
دا چینلونه او داسې هنري پرگرامونه دې ډېر شي چې له یوې خوا په افغانستان کې چې پر موسیقۍ باندې د بندیز لگولو سره ـ سره دوی د غرورغو په لمنو کې د خلکو د خوشالۍ لهپاره د موسیقي ښکلې پروگرامونه جوړوي او له بلې خوا د همدې موسیقي او سندرو له لارې کېدای شي پښتوموسیِقۍ او پښتو ژبې عامول په ښه وجه ترسره شي. دغهراز د ژبې او فرهنگ د ژوندي ساتلو تر ټولو ښه او اسانه طریقه هم ده. د شفیعالله صافي د یوتیوب چینل لینک دا دې، که څوک یې د ویدیوگانو او سندرو د لیدلو او اورېلو هیله لري کولای شي په یو کلیک سره ورننوزي او د شفیعجان په هنري بڼ کې چکر ووهي:
https://www.youtube.com/channel/UCBwEqpVjopY7gJjZmfmdpkA
شاغلی شفیعالله د خلکو د خوښیو په محافلو کې گډون کوي او د همدې عاید په ترلاسه کولو سره په پېښور کې خپل روزگار چلوي.
په «زما هنر» ویدیوچینل کې تل له رباب سره منگی او یا دوگړې وي او په عجب خواږه غږ او اندازه سره ښکلي شعرونه او اګثراً لنډۍ زمزمه کوي. ما د ده له خولې نه ډېرې لنډۍ اورېدلي او هغه یې چې راته نوې وې خوندي کړې مې دي چې د نویو لنډیو په باب به یې جلا مقاله ولیکم.
د دې پاسني ویدیو چینل لینک په یوتیوب کې دا دی:
د پښتو موسیقۍ په دې ویدیوچینل کې تر اوسه (۱۶/۱۰/۲۰۲۵) څه کم درېسوه ویدیوگانې اېښودل شوې دي. په لاندې لینک کې یې یوه ښکلې بېلگه خوندي ده.
https://www.facebook.com/reel/1269134864202179
داسې هم شوي چې په یوه وچ کڼدکپر ډاگ کې یو فرش ورته اچول شوی او دې بې کبره او بې څهویلو ورباندې ناست دی، مست رباب وهي او په خوند سندرې وايي:
https://www.facebook.com/reel/738208167231880
د دې هنرمن له سندرو څخه مې ډېرې لنډۍ اورېدلې دي چې په جلا مقاله کې به مفصلې خبرې پرې وکړم، خو دلته به هم د څو بېلگو په وړاندې کولو سره یوه لنډه اشاره ورته وکړم:
د ده له بېلابېلو ویدیوگانو څخه ما دا لنډۍ راخوندي کړې دي:
که د ځوانۍ زکات وباسې
د سوال لاسونه مې کولاو نیولي دینه
چې ما ویلی، تا منلی
تا به د دغې یارۍ خوند لیدلی ونه
زما دا زړه له تا نه تور شو
په لندکمیس باندې دې پورې شه اورونه
ازارگټلې ښځې زویه
په مادې خپله نیا دلاله کړه مینه
ازاروهمېمه جانانه
څوک به دې خوښ شي، بیا به تا ازاروینه
د لیوني جانان خاطر دی
ځکه د ټول کلي منگي راډکومه
ته لیونی، زه لیونۍ یم
چې لیوني سره یوځای شي خوند کوینه
لونی نه یمه، نور څه یم
ته مې وهې، زه درته شین له خندا شمه
که چېرته لمر تادي ونهکړه
گمان مې کېږي چې به وشي دیدنونه
د پاسنیو نه لنډیو لینک دا دی:
https://www.facebook.com/reel/736616207371466
که سړی ځان ورته حلال کړي
نه مالومېږي معشوقو ته خدمتونه
تبۍ راواخلئ مخ مې تور کړئ
د پښتون لور وم، په هیجړا مینه شومه
چې یارانه ساتلی نهشې
د بختورې لورې ولې دې خالونه
یاري دې وکړه رانه لاړې
لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړي، ترېځینه
د پاسنیو لنډیولینک دا دی:
https://www.facebook.com/reel/2277971729235876
په یوه بله ویدیو کې د دې مشهور «سر»:
په انتظار ولاړه یم، سرې مې منگولې دي
ته به خوستته کله راځې، پخې سنځلې دي
په ملتیا څو د خوند لنډۍ زمزمه کوي، دا یې څو نوې بېلگې دي:
ما د گورگورو خوند لیدلی
زه په انارو یارانه کله کومه
ځیر به زما لارو ته گورې
ما به توبه ستا له یارۍ ایستلېوینه
د دې لنډیو لینک دا دی:
https://www.facebook.com/reel/860672941801306
د ښاغلي شفیعالله د سندرو ویلو او رباب غږولو د هنرونو په بحر کې کله داسې کلپونه هم پهمخه راغلل چې ده ژوندۍ مجرا نه ده کړې او دې ته اړ ایستل شوی چې یوه سندره د لیبسنگ په بڼه اجرا کړي چې یو څه پیکه او بېخونده ده داسې چې د ده له اصلي هنر سره ډېر واټن لري. داسې ښکاري چې بل چا به داسې یوه ویدیوکلپ ثبتولو ته اړکړی وي. دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/510605453973833
شفیعجان ډېرځلې له ځینو نورو سندرغاړو سره غبرگې سندرې هم ویلي دي، دا یې د بېلگې لهپاره د څو بېلگو لینکونه دي:
https://www.facebook.com/reel/485378836537277
https://www.facebook.com/reel/540269707532334
https://www.facebook.com/reel/679342657104313
https://www.facebook.com/reel/914035844104479
https://www.facebook.com/reel/699087989093564
https://www.facebook.com/reel/639138440668110
شفیعجان که خپلې سندرې ویلي دي. که فولکلوریکې سندرې اجرا کړې دي، که یې د بل چا بیاځلي زمزمه کړې دي؛ ډېرې یې ښې او په تولتللې یې ویلې دي.
ښایي د تنوغ او لا جذابیت لهپاره دې سندرغاړي هرچېرې سندرې ثبت کړې دي: د سین له غاړې، د ځنگله په منځ کې، په کور کې، پر ستیژ باندې، په ستدیو کې… او حتی په یوه وړه بېـړۍ یا کښتۍ کې. دا یې په کښتۍ کې د ثبت کړې سندرې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/886747959008104
ما داسې فکر کاوه چې ښاغلی شفیعالله یوازې یو هنر لري، خو د خپلو څېـړنو په لړ کې په دې پوه شوم چې دی د رباب غږولو ترڅنگ، د موسیقي د نورو الات د غږولو شوق هم لري، ما یې داسې ویدیوگانې ولیدلې چې ارمونیم ته ناست دی او سندرې هم وايي، دا یې د ارمونیم سره د یوې سندرې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1177914650117882
شفیعجان ماته د ارومونیم غږولږ په باب ویلي وو چې:
«اوس مې ارمونیم پیل کړی دی، خو ترحسابي بریده نهیم رسېدلی او غواړم چې د زدکړې لهپاره یې کوم استاد ته گونډه ووهم.»
کله داسې هم شوي چې شاغلي شفیع ته د رباب بادشاه خطاب هم شوی دی:
https://www.facebook.com/reel/27310255085255366
که د ده رباب غږول په د زړه په غوږونو واوروېدل شي او د موسیقي هنر په زرینه تله وتلل شي، دی په ریښتیا هم د رباب غږولو یو ماهر استاد دی او باید د رباب بادشاه لقب ورته ورکړل شي.
د ښاغلي شفیع سندرې په کابل کې له شمشاد تلویزیون او ژوندون او تلویزیون څخه خپرې شوې دي او کله، کله یې د یادو تلویزیونونو په ژوندیو پروگرامونو کې گډون کړی دی.
https://www.facebook.com/reel/663473504808507
د ښاغلی شفیعالله په دوو ویدیو گانو کې د پاکستان بیرغ هم تر سترگو کېږي. په یوه ویدیو کې د نندارچیانو تر شا بیرغ ټومبل شوی او بله ویدیو کې د ارمونیم پر ډډه د عمران خان له عکس سره بیرغ لیدل کېـږي. زه یې په وجه پوه نه شوم؟
https://www.facebook.com/reel/1054344006373063
دا لاندې لینک کې هم ډېره ښه سندره ده، خو افسوس چې د ناستو کسانو تر شا د پاکستان بیرغ رپېـږي.
https://www.facebook.com/reel/1170426610568216
شفیعالله صافی داسې ځوان استعداد وو چې د فقر او قیوداتو په چاپیریال کې په تشلاس د موسیقۍ په دایره کې قدم کېښود، د خپل خدایورکړي استعداد په مرسته او په خپلې خوارۍ یې له ځان څخه د رباب غږولو او سندرو ویلو بېجوړې استاد جوړ کړ او د پښتو موسیقۍ په یو کړکیچن حالت کې خدای له شفیعالله نه داسې استاد جوړ کړ چې دا موسیقی یې تر اوسه ژوندۍ ساتلې او د همدې موسیقۍ او سندرویلو د هنر له لارې یې پښتو ژبه تر هر هېواد، ترهرښاره، تر هرې حجرې او تر هرمجلس پورې رسولې ده.
شفیعالله صافي ته په خپل هنر او شخصي ژوند کې
د نورو بریاوو هیله کوم!
WE LOVE SHAFEE SAFI/
HE HAS NICE SWEET SONG AND HE PLAY EXCELLENT RABAB,
I ALWAYS LISTENING HIS VIDEOES IN YOUTUBE
I HOPE IN AFGHANISTAN ALLOWED MUSIQI AGAIN,
WE HUNGRY FOR LISTENING OF NANGARHAR MUSIC
I WANT LONG LIFE AND MORE PROGRESS FOR SHAFEE SAFI.
THANK YOU
RAZMOHAMMED KAMAWALL