جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچین د بشري مرستو دوهمه جوپه افغانستان ته وسپارله

چین د بشري مرستو دوهمه جوپه افغانستان ته وسپارله

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳ مه) د چین د بشري مرستو دوهمه برخه د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوه. دا مرسته به، چې ۱۵۶ له مخکې جوړ شوي کورونه پکې شامل دي، د بې‌ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو افغانانو کورنیو ته ورکړل شي.

د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال وزیر عبدالرحمان راشد د چین له ولسمشرۍ او ولس څخه د ملاتړ او بشردوستانه همکاریو مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا نښه وبلله.

نوموړي همداراز غوښتنه وکړه چې د بېرته راستنېدونکو او کورنیو او بې‌ځایه شویو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې دې لا زیاتې مرستې وشي.

په کابل کې د چین د سفارت مرستیال بایو خوېهوي د چین او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ چې چین د افغانانو د ملاتړ لپاره په ټولو برخو کې ژمن دی. هغه وویل:
«دا مرستې د بې‌ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو د سرپناه او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره چمتو شوي او د دواړو هېوادونو د همکارۍ روښانه بېلګه ده.»

دا د چین له لوري د ۱۰۰ میلیون ایوانو په ارزښت د مرستو دوهم پړاو دی چې لومړۍ برخه یې مخکې سپارل شوې وه.

چین په وروستیو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته بشري مرستې لېږلي، په ځانګړي ډول د سرپناه، خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو په برابرولو کې یې د بېرته راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو افغانانو ملاتړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...