تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۳مه) د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، د تورخم تړل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو سوداګرو ته هره ورځ یو میلیون ډالر مالي زیان اوړي.
د دغې خونې مشر خان جان الکوزي پرون جمعه رویټرز ته ویلي، د لارې تړل کېدو له امله د تازه مېوو، ترکاریو او نورو توکو په ګډون د ۲.۳ میلیارده ډالرو کلنۍ سوداګري ولاړه ده.
نوموړي زیاته کړې چې، له تېرو شاوخوا ۱۵ ورځو راهیسې د تورخم بندېدو له امله یوازې دغلته ۱۴ میلیونه ډالره مالي زیان سوداګرو ته اوښتی دی.
په ورته مهال په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي، چې د لارې تړل کېدو له امله په توکو بار او تش شاوخوا ۵ زره کانټینرونه ولاړ دي.
دغه راز د سپین بولدک، غلام خان او خرلاڅي د تړل کېدو له امله هم لا د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني لوري د اکټوبر له ۱۱مې وروسته د طالبانو او دغه هېواد د پوځیانو ترمنځ د نښتې له امله پر کرښه ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړلې.
له دې سره په پاکستان کې د تازه مېوو او ترکاریو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.
خو په ورته حال کې په افغانستان کې بیا د دغو توکو د بیو لوېدو سره، سوداګرو، بزګرانو او کاروباریانو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
طالبانو تر اوسه پاکستان سره د تورخم او نورو لارو د پرانیستل کېدو په تړاو د خبرو اترو هېڅ راز راپور نه دی ورکړی.
کله دغه تجاران ضمیر لري ، که دوی ضمیر لرلای بله لاره به یې لټولې وه ! دغه هغه اشرار تجاران دي سي د پنجاب لپاره یې افغانستان کڼډواله او ځانونه د ولس په وینو تجاران کړل.
د دغې خساری عاملان پنجابی ښکرور جنرالان دی او دا خساره دواړو خواوو ته باید همدا ظالمان ورکړی ؛ځکه دوی تل همداسی عادت شوی ،اسرائیل د غزی مظلومانو ته اوبه ،خواړه او درمل نه پریږدی دلته زموږ پنجابی ښکرور عین چلند له پښتنو او بلوڅو سره تر ننه کړی او تر څنګ یی معادن او هر څه ترې وړی ،سړی ېې ورک او وژنی ،کورونه یی ورانوی ، او د صحت ،تعلیم او رفاه نه یی هم محروم کړی نو
آیا مومن حکام همداسی وی ؟
سړیتوب همدی ته وایی ؟
تقریباََ ۸۰ کاله ظلم او رذالت د څه لپاره او ولی؟مګر دا مظلومیت تر کله ؟
پښتانه او بلوڅ له پنجاب څه نه غواړی فقط دا وایی ما خپله خاوره او کور کی پریږده چي ژوند وکړم او خپل کور آباد کړم ،مه می وژنه، معاملی مه راباندی کوه ،زما خاوری ته پنجابی او یهود و نصاری مه رالیږه او نورې معاملی چي ایمانداری سره نه جمع کیږی ځان مه شرموه.
خو اصلی لار د قوت ،عزت او آزادی د پښتنو او بلوڅو داخلی استحکام ، وحدت او مرصوص صف دی چي ظالمانو ته نور نه ووایی يا کامل حقوق او یا نور درسره نه یو ؛ آخر موږ هم انسانان یو ؟ غیرت او همت لرو نور باید د یو معزز قوم غوندی ژوند وکړو .
اسلام وایی :
من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام