Homeخبرونه‏ترکیه کې ډوبه شوې کښتۍ، یوه افغان ځان ژغورلی

‏ترکیه کې ډوبه شوې کښتۍ، یوه افغان ځان ژغورلی

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۳مه) د ترکیې په لویدیځه ساحلي سیمه کې د کډوالو د یوې کښتې ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ۱۸ کسانو له ډلې، یوه افغان په لامبو وهلو ځان وچې ته ایستلی او ژغورل شوی دی.

د ترکیې چارواکو ویلي، دغه افغان د شپې له یوې بجې وروسته وچې ته وتلی او تر رسېدو وروسته یې چارواکي خبر کړي دي.

د ترکیې چارواکو ویلي، چې یو بل کس هم ځان ژغورلی او د پاتې دوو د لټون هڅې روانې دي.

د معلوماتو له مخې، ټول ۱۸ کسان په کښتۍ کې سپاره وو، خو کښتۍ له روانېدو څو شېبې وروسته اوبو ډوبه کړې ده.

تراوسه د یاد افغان د هویت په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.

د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له واکمنۍ وروسته په قاچاقي مرګونو لارو چې، منزل ته رسېدل یې کله ناکله په مرګ تمامېږي، سلګونه زرو افغانانو هېواد پرېښی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...