یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونه‏د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د ایکسپاڼې د بندېدو غوښتنه...

‏د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د ایکسپاڼې د بندېدو غوښتنه کړې

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۳مه) د اسلام آباد سترې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزير او د PTI د مشر، عمران خان د ایکس اکونټ د بندولو غوښتنه د نومبر په ۴مه د اورېدنې لپاره ټاکلې ده.

ياده عريضه يوه پاکستاني کړې، چې پکې ادعا شوې، عمران خان که څه هم په بند کې دی، خو له ایکس حسابه یې لا هم د پاکستاني قانون او ټولنیز نظم خلاف محتوا خپرېږي.

عارض غوښتنه کړې چې دغه حساب دې بند او له هغه خپاره شوي پوسټونه دې لرې شي.

محکمې د اکټوبر په سر کې عمران خان ته خبرداری هم لېږلی دی.

د پاکستان د سایبري جرمونو ادارې له هغه په یو پوښتنلیک کې پوښتلي: «که تاسو په زندان کې ياست، نو ستاسې د ایکس حساب څوک او له کوم ځایه چلوي؟»

که څه هم عمران خان دا مهال د زندان له دننه د سياسي فعاليت اجازه نه لري، خو د هغه ایکس یا پخوانی ټویټر حساب وخت ناوخت د پاکستان د کورني سياست ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه هم نظرونه خپروي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر راپورونه ورکړل شوي، چې د عمران خان ایکس حساب له بهره د یوه منظم مطبوعاتي ټیم له لوري اداره کېږي او هغه څه چې پکې خپرېږي، په عمران خان او PTI پورې اړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...