یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+د انټي بیوټيکو په وړاندې مقاومت| ډاکټر رحیم هلال

د انټي بیوټيکو په وړاندې مقاومت| ډاکټر رحیم هلال

یو۳۰ کلن ناروغ ته به چې کله هم عادي زکام یا نزله پيدا شوه له ګاونډي یا هم د کلي له درملتون به يې انټي بیوټيک درمل را واخیستل نه به يې له ډاکټره نسخه اخیسته نه مشوره او نه هم د دوز اندازه بس تر خولې به يې تېر کړل.

هماغه ورځو کې به يې ځان ښه احساساوو خو د عمر په تېريدو سره هر څه بدل شول.

ځوان په سینه بغل (سکاروي) یا نمونیا باندې اخته شو، هر قسم خپله وسه يې وکړه هېڅ درملو پرې تاثیر نه کاوو ورځ تر بلې يې روغیتا خرابېده، حتی په روغتون کې تر ټولو قوي احتیاطي تدابير ورته ونیول شول هېڅ راز درملو پرې اغېز نه کاوو.

 دا چې ده په خپل سر د ډاکټر له مشورې پرته درمل زیات خوړلي وو په وجود کې يې یو بد انقلاب رامنځ ته شوی و د هر ډول میکروب ضد درملو په وړاندې یې په وجود کې میکروبونه مقاوم شوي وو.

اخر يې د درملو په وړاندې مقاوم د سینه بغل میکروب (Resistant Bacteria) ژوند واخیست او ومړ.

موده تېره نه وه چې ورور يې هم په همدې میکروب اخته شو پنځلس ورځې د روغتون په بېړنۍ څانګه کې بستر و.

دا یوازې د یوه کس نه بلکې په بشریت کې د انټي بیوټيکو د مقاومت (Antibiotic Resistant ) دی چې دا مهال تر بل هر وخت بشریت زیات ورسره لاس او ګریوان دی  هره ورځ د وګړو ژوند اخلي.

ولي په وجود کې د انټي بیوټيکو په وړاندې مقاومت رامنځ ته کېږي؟

۱ـ د انټي بیوټیکو بې ځایه او غلط استعمال

۲ـ د ډاکټر له مشورې پرته درمل خوړل

۳ـ د درملو د ټاکلې کورس نا بشپړ پرېښودل

۴ـ د  کلیو بانډو او آن ښارونو په هټیو کې د درملو بې کنټروله پلورل او همدرانګه په ځېنو ځایونو کې د درملو انلاین پلور

نوې څېړني ښيي چې د انټي بیوټيکو په وړاندې مقاومت (Antibiotic Resistant ) په نړۍ کې هر کال تر پنځو میلونو پورې خلک وژني که مخه يې ونه نیوله شې په راتلونکې یوه یا دوو کالو کې به دا شمېره تر اتیا لکه هم پورته شي.

اوس عادي ناروغۍ لکه سینه بغل، د بولي سیستم انتانات توبرکلوز او دې ته ورته نورې میکروبي ناروغۍ تر بل هر وخت خطرناکې شوې دي، د دې لویه وجه (Antibiotic Resistant ) دی چې د ټولنې وګړي له موثرو درملو څخه بې برخې شوې دي.

څه کول پکار دي چې له دې نادودې څخه ځان وساتو؟

۱ـ هر راز انټي بیوټیک یوازې او یوازې د ډاکټر له هدایت او نسخې سره سم باید وکارول شي.

۲ـ د زکام لپاره د انټي بیوټیکو خوړل تر څو چې ډاکټر نه وي توصیه کړي بې فایدې دي باید ونه خوړل شي.

۳ـ د هېواد په کچه د درملو په پير او پلور باندې قانوني کنټرول باید وشي او نظارت کړای شي.

۴ـ  د حفظ الصحي مراعت کول، د میکروبونو د خپرېدو لارې چارې باید مالومې او مخه يې ونیوله شي.

Antibiotic Resistant  یا د بشریت په وجود کې د انټي بیوټيکو په وړاندې مقاومت عادي خبره نه بلکې یوه لویه فاجعه ده زموږ او ستاسو په وجودونو کورونو او شاوخوا کې بې شمېره میکروبونه دي که چېرته يې په وړاندې همداسې بې تفاوته پاتې شو نو یو وخت به یو کوچنی ټپ (زخم) ټوخی یا جراحي د یوې لويې بدبختۍ او آن مرګ پیغام وي.

1 COMMENT

  1. محترم ډاکټر صاحب تاسی خو مونږ عامو خلکو ته ډیره ښه مشوره راکړی خو زمونږ په هیواد کی تر دی غټ مشکل د ډاکټرانو له خوا جوړ دی زما یو غوږ په درد شو د غوږونو ډاکټر ته لاړم له معاینی وروسته یی دوا راته ولیکله ایګمینټین زر ملی ګرام یی راته توصیه کړه د ورځی دوه ځله یوه ورځ می و زغمل په دویمه ورځ یی داسی درد راباندی راوستو جی تشخیص یی مشکل شو جی اپانډیسایډ دی او که پښتورګی دی فشار هم لوړ شوی وو د فشار د کنترول سره درد هم کم شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...