تاند – د ټولو انسانانو د خوب اړتیا یو ډول نه وي. یو لړ بېلابېل فکتورونه — بیولوژیکي (بدني)، چاپېریالي، سلوکي (چلند) او جنیټیکي — ټاکي چې هر څوک څومره خوب ته اړتیا لري. سربېره پر دې، د انسان د ژوند په بهیر کې د خوب اړتیا له زوکړې څخه تر لویوالي پورې کمیږي، خو په هر پړاو کې هم د افرادو ترمنځ د پام وړ توپیرونه لیدل کېږي.
که څه هم د امریکا د خوب طبي انستیتیوت لویانو ته په شپه او ورځ کې له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو خوب سپارښتنه کوي، خو بیا هم ډېر داسې کسان شته چې له دې کچې کم یا زیات خوب کوي او عادي فعالیت لري.
څېړنې ښيي چې ښځې د نارینهوو پرتله په اوسط ډول نژدې ۱۱ دقیقې ډېرې ویده کېږي. د دې یو دلیل د میاشتني عادت (حیض)، امېندوارۍ او د شنډتوب پر مهال د فیزیولوژیکي بدلونونو له امله دی، او بل د ماشومانو د پالنې د زیات مسوولیت له امله دی. دا توپیر ډېر کوچنی دی، خو هغه اختلالات لکه بېخوبي او د خوب د تنفسي وقفو ستونزه د خوب پر بڼې خورا ستر اغېز کوي.
د نړۍ شاوخوا درېیمه برخه خلک د بېخوبۍ له ستونزه لري، چې پایله یې پرلهپسې ویښتیا، اضطراب او ناکافي خوب دی. په درملنه کې یې د خوب د حفظالصحې سمول، له محرکو موادو ځان ساتل، لنډمهاله درمل، او د ارامولو تخنیکونه شامل دي. د خوب په ترڅ کې د ساه اخیستلو ستونزه، د مزمنې ستړیا سبب کېږي او د ډېر خوب اړتیا پیدا کوي، او په نارینهوو کې د ښځو پرتله له ۲ تر ۳ چنده زیات لیدل کېږي.
له بلې خوا، د بدن د شپې او ورځې بیولوژیکي ساعت (سرکیډین رېدم) هم په مستقیم ډول پر خوب اغېز کوي. مصنوعي رڼا، بېځایه د سکرین کارول، او نا منظم کاري ساعتونه د ملاتونین هورمون ترشح ګډوډوي او د خوب کیفیت خرابوي. د خوب او ویښېدو منظم مهالویش، منظم ورزش، د خوړو ثابت وختونه، او ترخوب مخکې له شنې (آبي) رڼا څخه ځان ساتل کولی شي دا ساعت بېرته منظم کړي.
جنیټیکي توپیرونه هم رول لري. د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو په څو جینونو کې داسې بدلونونه موندلي چې ځینې کسان یوازې په ۴.۵ ساعتونو خوب سره هم نه یوازې عادي فعالیت ترسره کولی شي، بلکې تر متوسطې اندازې زیات کار هم کوي. دا یوه نادره پدیده ده چې تر اوسه یوازې په کابو ۵۰ کورنیو کې ثبت شوې ده.
د ورځنیو عادتونو او ژوند طرز هم د خوب په کیفیت کې اساسي رول لري. د الکول او حشیش د استعمال کمول، د ورځنیو فعالیتونو تنوع، او دا معلومول چې بدن په رخصتیو یا د ساعت له زنګه پرته څنګه په طبعي ډول ویښېږي، له افرادو سره مرسته کوي چې د خپل خوب ریښتینی اړتیا درک کړي.
په ټوله کې، د خوب د اړتیا توپیر د یو لړ پېچلو فکتورونو پایله ده چې میتابولیزم، جنیټیک، چاپېریال، رواني روغتیا، او شخصي چلندونه پکې شامل دي؛ او له همدې امله د ټولو انسانانو لپاره یو واحد عدد نه شي ټاکل کېدای.