جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+غوښتل مې چې د رڼا او هیلو څرک په دې خړو کړکیو...

غوښتل مې چې د رڼا او هیلو څرک په دې خړو کړکیو بل کړم…!

ليكنه: اليف شافاك

ژباړه: هوسۍ طارق

موږ له یو بله نور نه پوښتو چې څنګه یو؟ ځکه حال مو ټولو ته څرګند دی. نه د خبرونو د اوریدو توان لرو او نه هم پرته له خبرونو اوسیدی شو. اصلا له ورځنیو پيښو څخه لرې اوسېدل ناشوني دي. خبرونه پر موږ د باران په څېر اوري. موږ هره ورځ له همدغې پوښتنې سره مخ یو چې: څه به وشي؟ څنګه به وشي؟ څه به پيښیدونکي وي؟

سهار له خوب پر ویښیدو د تبعید له احساس سره مخامخ یو. ځکه خو تل پریشانه حالت کې ويښیږو. هر څوک چې مو و ویني نو فکر کوي چې تمامه ورځ به مو سخته خواري او مزدوري کړې وي.

ستړي یو. زموږ ذهن زموږ له بدنه ستړی دی. ترکیه کې وخت او زمان په ډېر سرعت سره روان دی. انسان داسې فکر کوي چې هره شېبه یوه حادثه پيښیدونکې ده. په بشپړه توګه سکون نشته. سکون له سترګو پناه کیږي. هڅه کوو چې ترلاسه یې کړو خو له وسه مو نه دی. او دا زموږ د پریشانۍ لامل ګرځي. د زړه درزا مو ورسره ډېریږي.

موږ د یو ولس په توګه پریشان یو. یوه ملګري خپل ایمیل کې لیکلی و چې: څه به ښه وای جې یو سهار له خوبه راویښیدو او کتل به مو چې هر څه بیرته سم شو، یوه معجزه شوې وي، سوله ، مینه او ډيموکراسي راغلې وي او ګلونه بیا هم پرښې کړي.

موږ عجیبې او غریبې ورځې تجربه کوو ډېری ځوانان له خاورو سره خاورې کیږي. هيڅ څه مو هم نه ده هېر. د هېرولو امکان نشته. په حقیقت کې ترک اوسیدل یا ترکي په خپل ذات کې د تنهایی له حس څخه جوړ او ورسره اغږل شوې دی.

څوک به مو درک کړای شي؟ منځنی ختیځ؟ اروپا؟ حال دا چې په خپل منځ کې د ولس ترمنځ موږ یو بل نه درک کوو. موږ انسانان یو له بل سره نه غږیږو، خپل شاوخوا مو دېوالونه جوړ کړي چې د خبرو او یو بل د اوریدو امکان پکې نشته.

پخوا دغه عقیده موجوده وه چې انسانان یو بل ته د پل په څېر حیثیت لري. یو بل ته رسیږي. په دی باور و چې د انسانانو تر منځ به کلمې او کیسې اړیکې جوړولې. په دې باور وو چې ترحم او ادبیات دغه واټن د محافظه کارو انسانانو او تجددخواهانو تر منځ کموي. خو ورو ورو خبره یقیني شوه چې د سولې لارې نور بندې شوې. ځکه د دوی او هغوی ترمنځ دغه واټن دومره لرې و چې د له منځه تلو امکان یې نشته .

رنګونه کم شول، خپلواکي نادره شوه. هر څومره چې یو سیسټم یو نظام دیکتاتوري کیږي په هماغه کچه ټولنه هم محافظه کاره کیږي. د اختلافاتو په مقابل کې بې تفاوتي اوج ته رسیږي. تور او سپین له منځه تللي او یوازې خړ رنګ ټولنه کې دود شوی. ان زموږ خنداو خړ رنګ اخیستی موږ د غوسې او د عصباني خلکو ښار ګرځیدلي یو.

د ښوونځي ابتدایی دوره مې انکارا کې تېره کړه. زه به هيڅکله د خپل ښوونځي د کړکیو تر نیمایو په خاکستري رنګ رنګیدل نه هېروم. نه پوهیږم چې په کوم منطق دغه رنګ ورته ټاکل شوی و؟ شاید ځکه چې ماشومان بهر ته ونه ګوري . تل مې غوښتله چې په دې خړو کړکیو مخکې د رڼا څرک بل شي يانې د باندې نه پرې د لمر وړانګې وځلیږي. نه مې غوښتل چې ښیښې یې ماتې کړم خو غوښتل مې چې پنجرې یې د آسمان په طرف خلاصې شي. د آبي آسمان په لور. له دې سره مې غوښتل چې د آزادۍ دروازې پرانیستل شي. نه مې غوښتل چې خپلو تیارو کې له منځه لاړ شو. نه مې غوښتل چې موږ ټول یو رقم شوي وای.

د یو بل په څېر اوسېدل، کټ مټ یو رقم اوسېدل ډېر خطرناک دي…

کله چې ماشوم و د ( فرد)/یو شخص کلمه د یو فحش ښکنځلې په څېر و. اوس له هغه وخت نه هم بدتر شوی و. خو زه همیشه پر دغه کلمې باور لرم. اوس هم هڅه کوم چې په انفرادي توګه تحرک ولرم. له ګروپونو او ډلو لرې اوسم. تر هغه ځایه چې ممکن وي یوازې اوسم. شاید موږ د هغو الوتونکو په څېر چې بڼکې/وزرې یې ماتې دي د هغوی په څېر له یوه داسې ایدولوژیکې ډلې او د هغوی له تهاجمي سیاست پیروي وکړو.

د ګرامشی د ویناوو پر بنسټ: که چیری یو تیاره ذهنی انسان د یو وجدان لرونکي انسان سره مل شي، ممکن موږ وکړای شو چې یوه نوې ژبه رامنځ ته کړو. شاید وکړای شو چې د قهر، غوسې او له نفرته لرې یو نوی سبک رامنځ ته کړو. په دې اساس کولای شو چې خپلواکي، آزادي فردي او مساوات رامنځ ته کړو.

په یوه داسې ټولنه کې چې هلته جهالت، محافظه کاري، د قدرتونو نمایش، قضاوتونه او داسې یو فرهنګ وي چې د اختلاف نظر د تحمل وړتیا پکې نه وي. نو داسې حال کې موږ آزادي ته د هوا په څېر چې تنفس لپاره اړین دي اړتیا لرو. له دې سربیره موږ خوښیو او خندا ته اړتیا لرو او حتی یو له بل سره یو ځای ژړا ته اړتیا لرو. هغو انسانانو ته د تسلیت و مرحمت وړاندې کولو اړتیا لرو چې یوازې دي، سوځي، او آن چې هغوی پردي او بیګانه ګڼل کیږي. موږ مرحمت او مینې ته اړتیا لرو.

موږ باید له سره له خپلې هماغه خړې خاورې خلق شو…

اوس چې هر څه تر دې حده بد او د زغملو وړ نه دي اوس جې یوازې او یوازې له ملګرتیا، خپل زړونو او هنر پرته بل څه نه لرو، د هغو ونو په څېر چې اکسیجن تولیدوي موږ هم د ژوندن د بقا لپاره همداسې یو زمینه مساعده کړو چې د ژوند د بقا لپاره د دغو ژوندي انسانانو او بوټو رښتینې اړتیاوې که هغه فرهنګي وي یا بیولوژیکي وي باید زمینه مساعد شي.

*ګرامشي: آنتونیو ګرامشي ۱۹۳۷-۱۸۹۱ ایټالیي فیلسوف د ايټالیا د کمونیزم ګوند موسس و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب