تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۲۲مه) د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ وروسته لوبه نن(سهشنبه، د تلې ۲۲مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور نیمې بجې پیل شي.
تر دې وړاندې دوه لومړنۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.
د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم افغان لوبډلې د بنګلهدېش ملي لوبډلې ته د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې په برخه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۴۳ اورونو په لوبولو بنګالۍ لوبډلې ته ۱۹۱ منډې هدف وټاکه.په دویمه پاڼې کې بنګالۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو اېله ۱۰۹ منډې جوړې کړې او دویمه لوبه یې هم افغانستان ته وبایلله.
د توپ اچونې په برخه کې دوو افغان لوبغاړو «راشد خان» پنځه وېکټې او «عظمت عمرزي» درې وېکټې ترلاسه کړې.
د توپوهنې په برخه کې افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۹۵ منډې جوړې کړې، او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.