تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۲۲مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستانپه ۱۷ ولایتونو کې د شري واکسین پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق شو.
یاد وزارت زیاته کړې چې په دې کمپاین کې له ۶ کلنۍ تر ۱۰کلنۍ شاوخوا ۸٫۳ میلیون ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دا کمپاین په کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان او سرپل ولایتونو کې تطبیق شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا کمپاین د روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ملي پروګرام د GAVI نړیوال اتحاد په مالي ملاتړ او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په تخنیکي همکارۍ سره جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دې کمپاین دوهم پړاو به ډېر ژر د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو کې پیل شي؛ تر څو ټول اړ ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راشي.
د مالوماتو له مخې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د شري ناروغي زیاته شوې چې تر ډېره پرې ماشومان اخته کېږي.