Homeخبرونهد سالنګ لویه لاره د 10 ورځو لپاره تړل کېږي

د سالنګ لویه لاره د 10 ورځو لپاره تړل کېږي

تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۲۲مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن سه‌شنبه (د تلې ۲۲مه) «رسنیو ته ویلي، چې د سالنګونو لویې لارې د تونلونو د ترمیم پروژې د پلي کولو په موخه، دغه لار به د ۱۴۰۴کال د تلې له ۲۷مې نېټې څخه د لړم تر ۶مې نېټې پورې په بشپړ ډول تړلې وي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس له موټرچلونکو وغوښتل چې، د دغو ۱۰ ورځو په موده کې سالنګونو لویې لارې ته د تګ پر ځای د دوشي – بامیان بدیل لاره وکاروي.

د سالنګونو لویه لار د کابل ښار او شمالي ولایتونو ترمنځ یو حیاتي تجارتي او ترانزیټي مسیر ګڼل کېږي چې نه یوازې د مسافرو د تګ‌راتګ لپاره مهمه ده، بلکې د سوداګریزو توکو لېږد، د ولایتونو ترمنځ اقتصادي اړیکې او د هېواد د داخلي بازار د جریان لپاره هم حیاتي رول لري.

د نظر خاوندان وایي، د دې لارې بندیدل به د خلکو د سفر او سوداګرۍ پرمهال ځینې ستونزې رامنځته کړي، نو له همدې امله طالبان له مسافرو او سوداګرو غواړي چې د بدیلې لارې څخه استفاده وکړي او د امنیتي او ترمیمي کارونو پرمهال له صبر کار واخلي او همکاری وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...