تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۲۲مه) ځايي سرچینې وايي، چې د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې.
سرچینې وايي، دواړه لوري پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
تر اوسه یې د اوښتې احتمالي مرګ ـ ژوبلې او زیانونو په تړاو جزیات نه دي شریک شوي.
دغې سرچینې تاند سره په خبرو کې زیاته کړه چې، تر اوسه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د دغې وسلوالې نښتې لامل نه دی په ډاګه شوی.
طالبانو تر دا مهاله له پاکستاني پوځیانو سره د جګړې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له پاکستاني جیو نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو، که څه هم دا مهال د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه درېدلې؛ خو هره شېبه د پاکستاني نظامیانو او طالبانو ترمنځ د جګړې احتمال موجود دی.