تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۲۲مه) امیرخان متقي د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو فدراسیون (FICCI) غونډې ته د وینا پرمهال ویلي چې،له هند سره د افغانستان د ټولو اړیکو د رغولو وخت را ورسېد.
هغه زیاته کړه چې افغانستان او هند اوږدمهاله سوداګریز، سیاسي او کلتوري اړیکې لري او په خبره یې “د ټولو سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو د ساتنې او بیا ژوندي کولو وخت راغلی دی.”
امیرخان متقي تر دې مخکې هم په نوي ډیلي کې خبریالانو ته ویلي و چې دوی له هند سره د متوازنې او اقتصادي تګلارې له مخې اړیکي پیاوړي کول غواړي.
متقي ویلي چې له خپل هندي سیال جې شنکر سره یې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، امنيتي موضوعاتو، په افغانستان کې د هند پر پانګونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتولو خبرې کړې دي.
د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته دا لومړی ځل دی چې امیرخان متقي هند ته سفر کوي.
نوموړي د خپل سفر په لومړیو کې له هندي سیال سره ولیدل او هغه ژمنه وکړه چې افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت د سفیر تر کچې لوړوي.
جي شنکر د روغتیا، زدکړو او سوداګرۍ په ګډون مختلفو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ او اړیکو زیاتولو ژمنه هم وکړه.
متقي داسې مهال هند سره د اړیکو د رغولو خبره کوي چې، تزاه له پاکستان سره د طالبانو د حکومت اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوي چې، د ګڼو هېوادونو اندېښنې یې راپورته کړې دي.