Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزارت د افغانستان او هند پر ګډې...

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د افغانستان او هند پر ګډې اعلامیې انتقاد وکړ

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې د هند او افغانستان د ګډې اعلامیې (چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۰مه په نوې ډېلي کې خپره شوې) پر ځینو برخو نیوکې کړي او ویلي چې خپلې سختې نیوکې یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ته څرګندې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د لویدیځې آسیا او افغانستان د چارو مرستیال وزیر افغان سفیر ته ویلي، چې په دې اعلامیه کې د هند د خاورې په توګه د «جمو او کشمیر» یادول، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو او د کشمیر د قانوني وضعیت ښکاره سرغړونه ده.

په اعلامیه کې دا ډول څرګندونې د هغو خلکو د قربانیو او احساساتو بې‌احترامي بلل شوې چې د پاکستان په ادعا د «هند تر ناقانونه نیواک لاندې» کشمیر کې د خپلې ارادې د حق لپاره «عادلانه مبارزه» کوي.

پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم په کلکه رد کړې، چې ګواکې ترهګري د پاکستان «کورنۍ» ستونزه ده. د پاکستان حکومت ویلي، دوی په ځلونو هغه شواهد له افغان لوري سره شریک کړي، چې د ټي ټي پي جنګیالي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د افغان اړخ په ملاتړ فعالیت کوي.

د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې په د پاکستان کې ناکراري د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او باید په خپله یې حل کړي.

خو د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې «د ترهګرۍ د کنټرول مسوولیت پر پاکستان اړول، د افغانستان سرپرست حکومت له خپلې قانوني او اخلاقي وجیبې نه‌شي خلاصولای، چې د سیمې د سولې او ثبات د تامین مسوولیت لري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو واربیا د کډوالو له موضوع څخه د حربې په توګه کار اخیستی او ویلي چې «د وخت اړتیا ده چې هغه افغانان، چې بې‌اجازې په پاکستان کې مېشت دي، خپل هېواد ته ستانه شي. پاکستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر او د نړیوالو اصولو له مخې دا حق لري، چې د بهرنيو وګړو حضور په خپله خاوره کې تنظیم کړي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي حملو او د افغانستان د هوايي قلمرو د سرغړونې یادونه نه ده شوې.

پاکستان دا بریدونه څو ساعته وروسته له دې وکړل چې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته ورسېد او هندي چارواکو یې تود هرکلی وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...