تاند (یکشنبه، د تلېږ میزان ۲۰ مه) رویټرز خبري اژانس له اسلام اباده په راپور کې وايي، د شنبې ناوخته د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د دواړو لورو د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې، چې د دواړو هېوادونو د امنیتي چارواکو په وینا، د پاکستان له وروستیو هوایي حملو وروسته پر پاکستاني پوستو د طالبانو ځوابي بریدونه دي.
د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند ځايي چارواکي وايي، د طالبانو ځواکونو د پاکستان دوه سرحدي پوستې نیولي دي.
د پاکستان پوځ د دې راپورونو په اړه لا رسمي څرګندونې نهدي کړې، خو د پاکستان امنیتي چارواکو تأیید کړې چې په پولې باندې په پنځو بېلابېلو ځایونو کې نښتې روانې دي او دوی «ځوابي عمل» ترسره کړی دی.
افغانستان له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د هغو هوایي بریدونو په بدل کې به غبرګون وښيي، چې د پنجشنبې په ورځ د کابل او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوي وو. اسلاماباد بیا د دغو بریدونو نهتأیید او نهرد کړی دی. خو دفاع وزیر او نورو چارواکو یې ویلي چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره دا حق ځان ته ورکوي چې له ډیورند کرښې واوړي او په افغانستان کې بریدونه وکړي.
نور تفصیل په لاندې خبر کې: