تاند (شنبه، د تلې/ میزان 12 مه) د طالبانو یو شمېر غړو د انټرنېټ له بېرته وصل کېدو وروسته په خواله رسنۍ «ایکسپاڼه» کې د «مننه بابا» په هشتګ سره د رئیسالوزرا محمدحسن آخوند ستاینه وکړه.
د طالبانو یوه غړي د محمدحسن آخوند تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ځینو غشي هدف ته رسېږي او د ځینو نه.
بله پاڼه چې د «نعمتالله لیوني» په نوم مشهوره ده او اکثره د طالبانو تبلیغاتي مطالب خپروي، لیکلي چې محمد حسن آخوند په ظاهره زوړ ښکاري خو په فکري لحاظ «ځوان» دی.
د طالبانو بل غړي رحمتالله کټوازي په خپله پاڼه کې لیکلي چې ملا حسن آخوند خپلې شپې – ورځې د خلکو «سهولت برابرولو» ته وقف کړي دي.
د طالبانو بل غړي نور اکبر عبدالله ادعا کړې چې د ملا حسن آخند دفتر تل د خلکو پر مخ پرانیستی دی او هغه د خلکو خوشحالۍ ته فکر کوي.
د طالبانو یوه بل غړي محمد قاسم ایوبي، چې له ۳۰ زرو ډېر تعقیبوونکي لري، هغه د هېواد او دین «ریښتینی خدمتګار» بللی دی.
د مخابراتو او انټرنېټ خدمتونه د چهارشنبې په ورځ (د میزان نهمه) وروسته له ۴۸ ساعته بندېدو بېرته فعال شول.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول وضاحت نه دی ورکړی چې ایا دا پرېکړه د ملا هبتالله آخوندزاده په موافقه شوې که څنګه. طالبانو د دې محدودیت په اړه هیڅ ډول جزئیات نه دي وړاندې کړي.
په دغو دوو ورځو کې ګمرکونه، هوايي ډګرونه، بانکونه، د پیسو د لېږد خدمات او د کاروبار ډېری برخې فلج شوې وې.
عمری عدالت دی. د دومره خسارات او خلکو ته د ضرور او زیان رسیدو مسؤلیت د چا په غاړه دی او څوک به یی مسؤلیت په غاړه اخلی؟ د خلکو په کیسه کی څوک ندی. د کونړ زلزله ځپلی په لوڅ میدان چی هوا هم د شپی لخوا ورځ تر بلی سړه کیږی پراته دی. مریضان، یتیمان، وږی، او معلولو کسانو ته هیڅ خدمات نرسی. د طالب خرکُس د جهالت له وجی موسیسات بند دی بین المللی خدمات هر څه بند شوی. تر ټولو غمیزه د ښځو ده چی زنانه ډاکټری په ټوله ساحه کی نشته کچیری کومه هم پیدا شی طالبان ورته اجازه نه ورکوی چی کار وکړی دا شو اسلامی حکومت او عمری عدالت. الله مو تباه کړه سپګنو