تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) بنګلهدېش له افغانستان څخه دوهمه شل اوره سیالي په ۲ وکټونو او ۵ اضافي توپونو وګټله. تر دې وړاندې لومړۍ شل اوره سیالي هم بنګله دېش ګټلې وه. په دې توګه د شل اوره سیالیو لوبلدۍ د بنګله دېش په نوم شوه. درېیمه سیالي کې افغانستان وګټي هم بنګله دېش د شل اوره لړۍ ګټونکی دی.
په دې سیالۍ کې، چې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې وشوه، بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغان لوبغاړو ټولټال ۱۴۷ منډې وکړې چې تر لومړۍ مسابقې هم کمې وې.
د بنګلهدېش بالرانو د لوبې سرعت کنټرول کړ او د افغانستان هدف یې تر کنټرول لاندې وساته.
هدف په ځواب کې بنګلهدېش په ۱۹.۱ اورونو کې ۱۵۰ منډې د ۸ ویکټو په زیان ترلاسه کړې او بریالي شو.
د بنګلهدېش د توپ وهنې غوره لوبغاړي
- جاکر علي – ۳۲ منډې له ۲۵ بالونو.
- شمیم حسین – ۳۳ منډې له ۲۲ بالونو.
- نورول حسن – ۳۱ نات آوټ (هغه وروسته له پرلهپسې ویکټو غورځېدو، لوبه تر پایه بوتله).
د افغانستان د توپ اچونې ستوري
- عظمتالله عمرزی – په ۳.۱ اورونو کې ۴ ویکټې د ۲۳ منډو په بدل کې.
- راشد خان – ۲ ویکټې د ۲۹ منډو په بدل کې په ۴ اورونو کې.
راتلونکې لوبه
د درې لوبو د دې لړۍ وروستۍ سیالي به د یکشنبې په ورځ ترسره شي، خو بنګلهدېش لا دمخه د لړۍ اتلولي خپله کړې ده.
ولې افغانستان پر له پسې لوبې بایلي؟
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په وروستي یو کال کې ډېرې کمې نړیوالې لوبې کړي دي. د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې افغان لوبډلې تر بل هر کال لږ نړیوالې سیالۍ کړي دي. څرګنده نه ده چې نور ټیمونه له افغانستان سره سیالیو ته نه چمتو کېږي او که د افغانستان د کرکټ بورډ کموزرتیا ده.
له بلې خوا د جمهوري نظام له پرزېدذو وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وړتیا ورځ تر بلې کمزوې شوې، د پخوا په شان ځوانان وس نه لري چې د کرکټ د روزنې د اکاډیمیو فیس ورکړي او اکثره اکاډیمۍ تړل شوي دي.
په داسي حال کې چې د نورو هیوادونو د لوبډلو کې له څو اصلي لوبغاړو پرته نور لوبغاړي بدل شوي، د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي ډېر نه دي بدل شوي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې افغان لوبغاړو په تېره بیا نویو په نړیوالو سیالیو کې د لوبېدو چانش نه دی لرلی.