پوهاند نصرالله ستانکزی
په نړیوالو حقوقو کې نړیوال تعهدات (International Treaties) په مختلفو بڼو ویشل کیږي. لکه د ماهیت له آدرسه، د گډونوالو له اړخه، د پلې کیدو د وړتیا له نظره، د پایلو او منلو له حیثه او د شکل او له نامه له نظره.
څرنګه چې تعهدات د نړیوالو حقوقو (international law) له اصلي منابعو څخه دي، نو؛ د هغو څیړنه او د هغوی پیژندنه ډیر لوی بحث غواړي. نو ما په دغه لیکنه کې یوازي د نړیوالو تعهداتو پیژندنه په شکلي ډول وړاندې کړې ده، او موخه دا ده، چې د نړیوالو دغو اسنادو په کارونه کې څه په حقوقي یا غیر حقوقي لیکنو او بیاناتو کې؛ باید ورته پام وشي، دا ځکه هر ډول حقوقي تعهد په نړیوال عرف کې ځانته حقوقي بار لري، سره له دې چې د ویانا د ۱۹۶۹ کال د نړیوالو معاهداتو په کنوانسیون کې داسې راغلي چې :«معاهده یو نړیوال توافق دی چې په لیکلې بڼه د دولتونو ترمنځ د نړیوالو حقوقو تر حاکمیت لاندي تړل شوي وي؛ څه په یوه یا دوو یا څو منسجمو سندونو کې تجسم موندلی وي پرته له خاص نامه څخه.»
همدا موضوع په ورته بڼه د افغانستان د نړیوالو معاهدو او میثاقونو په قانون کې هم تسجیل شوی دی.
د دې کنوانسیون او د افغانستان په حقوقي نظام کې سره له دې چې نړیوال تعهدات په هر نامه چې وي ڼریواله معاهده گڼل کیږي، خو په عمل کې نظر د هغو تشریفاتو چې په نړیواله کچه ورته په پام کې نیول شوی، لکه دا چې ځینې داسي تعهدات دي چې د پارلمان تصویب ته اړتیا نه لري یا کله نا کله ځینې نړیوال تعهدات تر ډیره بریده اخلاقي خصوصیت لري او یا دا چې ځینو د دغو تعهداتو څخه د دولت په رسمي نشراتي اورگان (په افغانستان کې رسمي جریده) کې نه خپریږي او داسي نور؛ دغه نړیوال تعهدات په لاندي ډولونو دي:
۱ – معاهده (Treaty): معاهده یو په عام مفهوم سره او هم په خاص مفهوم سره استعمالیږي؛
په عام مفهوم سره ټولو نړیوالو تعهداتو چې یو دولت یې له نورو دولتونو او یا نړیوالو شخصیتونو لکه نړیوالو سازمانونو سره منعقدوي؛ او
په خاص مفهوم د دولتونو ترمنځ هغه لیکل شوي تعهد دی چې په سیاسي چارو کې منعقدیږي او حقوقي نتایج او اثرات لري، لکه د سولې معاهدات یا د دولتونو ترمنځ د اړیکو د پیل او تداوم په هکله؛
۲ – کنوانسیون (Convention): په عمومي توگه هغه څو اړخیز مدون تعهد دي چې څو اړخیز وي او همداشان د یوه نړیوالې ځانگړې موضوع اړوند مسایل په کې تسجیل شوي وي، او اکثر کنوانسیونه پرانیستي وي، په دې مانا چې په سر کې یې څو هیوادونه لاسلیک کوي او وروسته نور هیوادونه هم کولای شي چې ور گډ شي؛ لکه د جینوا د ۱۹۴۹ کال کنوانسیونونه د بشرپالو حقوقو په هکله.
۳ – میثاق (Convenant): هغه څو اړخیز تعهد دی چې د دولتونو له خوا تر ډیره د بشري حقونو اړوند مسایلو او ارزښتونو په هکله لاسلیک کیږي، غښتلي سیاسي او حقوقي قوت او الزام لري لکه د مدني او سیاسي حقوقو میثاق ۱۹۶۶ کال؛ دلته یوه ټکي ته باید پام ولرو چې میثاق او کنوانسیون سره توپیر لري، چې کله نا کله زمونږ په هیواد کې یو خیل استعمالیږي؛
۴ – منشور (Charter): هغه ډول نړیوال سند دی چې د هغه په اساس یو نړیوال سازمان رامنځ ته او خپل فعالیتونه او اهداف له هغه سره سم مخ ته بیایي؛ لکه د ملگرو ملتونو منشور؛
۵ – پرتوکول (Protocol): د یوې معاهدې یا کنوانسیون او یا میثاق الحاقي توافق ته ویل کیږي چې د هغوی ضمیمه وي، او له اعتبار څخه برخمن وي. پرتوکولونه کله اختیاري وي او کله اجباري، لکه د جینوا د کنوانسیونونو د ۱۹۷۷ کال پرتوکولونه؛
۶ – موافقت لیک / توافق لیک (Agreement): عمومي او انعطاف منونکي اسناد دي چې اکثر د معاهدې معادل استعمالیږي، خو سیاسي قوت یې کمزوری وي، لکه د پاریس د ۲۰۱۵ کال د اقلیم د تغییراتو موافقت لیک؛
۷ – پکت (Pact): معمولاً د معاهدې او کنوانسیون په ځای کارول کیږي؛ خو اکثر له شخړو وروسته د سیاسي حل او یا هم د پوځي همکاریو لپاره کارول کیږي، لکه د ناتو پکت؛
۷ – تفاهم لیک (MOU یا Memorandum of Understanding): معمولاً د دولتونو او آن د نړیوالو سازمانونو ترمنځ د معاهدې یا کنوانسیون تر لاسلیک وړاندي د گډو همکاریو یا د یوه نړیوال تعهد د رامنځ ته کولو لپاره تړل کیږي.
اکثر تفاهم لیک چې په ملگرو ملتونو کې نه ثبتیږي؛ په تخنیکي، علمي او فرهنگي چارور کې لاسلیک کیږي. او همدا راز لکه معاهده ډیر غښتلې حقوقي زور نه لري او له همدې امله په نړیوالو محاکمو کې د حکم سبب نه شمیرل کیږي.
۸ – اعلامیه (Declaration): معمولاً هغه کلي اصول دي چې په یوه ځانگړې موضوع کې د دولتونو لخوا تصویب او خپریږي، الزامي حالت یې تر ډیره اخلاقي دی، د الزامي کیدو له پاره یې باید په داخلي قوانینو کې لازم تضمینونه او اجراات په پام کې ونیول شي، لکه د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه ۱۹۴۸ ؛
۹ – دپلوماتیک یادداشت (Diplomatic Note): هغه لنډ او محتوایي سند دی چې د یو دولت د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په یو اړخیز ډول خپریږي او که چیري مقابل دولت یا دولتونه هغه ومني؛ کیدای شي د هغه پر بنسټ یوه معاهده ( په هر نوم چې وي ) رامنځته شي ؛ او
۱۰ – قرارداد (Contract): دا په نړیوالو حقوقو کې په عام مفهوم د معاهدې معادل استعمالیدای شي؛ خو په خاص مفهوم چې ورته (Specific Sens) ویل کیږي هغه تعهدات دي چې د دولتونو تر منځ په اقتصادي، سوداگریزو او مالي برخو کې لاسلیک کیږي.
سلامونه،
استاد پوهاند صاحب !ښې چارې .ډیر په زړه پورې حقوقي مطالبو خپرولو او زمنږ ذهنیتونو روښانولو لپاره مڼنه ؛او زحمتونه مو وبښئ.
کولای شم وپوښتم: زما په نظر د مارټیمار ډیورنډ توره کرښه خو په دا پورته تعهداتو یوء هم برابره نه ده!
نو بیا ولې ېې لا امریکې نیولې تر … هیوادونو پیزندلې ده؟؟؟؟
بریالي اوسئ.
لر اوبر یو افغان