Homeخبرونهپه کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ بیا نښته شوې

په کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ بیا نښته شوې

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) له کونړ ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې نن (جمعه) د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښتې شوي دي.

تر اوسه د دې نښتو د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزییات نه دي ترلاسه شوي خو سرچینې وايي چې د ډیورندکرښې له دواړو خواوو پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې شوي.

راپورونه زیاتوي چې د پنجشنبې له سهار راهیسې دواړو لورو څو ځله د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې هم سره نښتې کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوازې د روان کال په ترڅ کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ ۱۴ نښتې ثبت شوي دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ مهمې نښتې

  • کونړ او ننګرهار (۲۰۲۲ – ۲۰۲۳)
    • په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې څو ځلې نښتې شوي دي. پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځولو کار ته دوام ورکړي، خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.
    • د دې پر سر څو ځله وسله‌والې نښتې شوي او دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي.
  • سپین بولدک – چمن (ډسمبر ۲۰۲۲)
    • په کندهار کې د سپین بولدک – چمن پوله څو ځله وتړل شوه.
    • د ډسمبر په یوه نښته کې لږ تر لږه ۶ پاکستاني پوځیان او ۵ ملکي افغانان ووژل شول.
    • طالبانو وویل چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان خاوره ویشتې وه، خو اسلام‌اباد پر طالبانو د ډزو د پیلولو تور پورې کړ.
  • ننګرهار – تورخم (مارچ ۲۰۲۳)
    • د تورخم دروازه څو ځله د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو له امله وتړل شوه.
    • د مارچ په نښتو کې دواړو لورو درنې وسلې کارولې، ملکي خلکو ته هم زیان ورسېد.
  • کونړ (۲۰۲۴ – ۲۰۲۵)
    • د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یوازې په روان ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ ۱۴ نښتې ثبت شوي دي، ډېری یې د کونړ په ناړي او دانګام ولسوالیو کې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...