پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهایران ښايي سلګونه زره افغان کډوالو ته لار ورکړي چې ترکیې او...

ایران ښايي سلګونه زره افغان کډوالو ته لار ورکړي چې ترکیې او عراق ته لاړ شي

تاند (جمعه، د تلېږ میزان 11 مه) ایران په دې غور کوي چې سلګونه زره افغان کډوال د خپلو لوېدیځو پولې له لارې عراق او ترکیې ته پرېږدي.

د ګارډین د راپور له مخې، دا به د هغې نوې تګلارې برخه وي چې غواړي پر اروپايي هیوادونو فشار راوړي چې د اتومي پروګرام په خاطر پر ایران بندیزونه ونه لګوي.

همداراز دغه څو اړخیزه تګلاره د ایران د توغندويي پروګرام پراختیا، د هوايي دفاعي سیستمونو پیاوړتیا، د ملګرو ملتونو د وسلو د تفتیش له ادارې سره د همکارۍ ځنډول، او د اکتوبر په ۱۸مه د ملګرو ملتونو د هغې کمېټې د جوړېدو مخنیوی پکې شامل دي چې د بیا پلي شویو بندیزونو د څار مسوولیت پر غاړه لري.

د لوېدیځ لور ته د افغان کډوالو د لېږلو ګواښ، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغې خبرې ته ورته والی لري چې اروپا ته یې د ملیونونو سوري کډوالو د لېږلو ګواښ کړی و.

ایران کله ناکله اړ شوی چې تر ۶ میلیونه پورې افغان کډوال ومني، خو د بخښنې د نړیوال سازمان یا امنستي انټرنیشنل د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، هغه کسان چې یا د فقر له امله او یا د اسلامي امارت د واکمنۍ له امله ایران ته تللي وو.

امنستي ویلي چې د ایران له لوري د دغو افغانانو په زوره ایستل پر دغه هیواد د جون په ۱۲مه د اسراییل له بریدونو وروسته چټک شوي دي. د دې ادارې په اټکل، له همدې نېټې راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان بېرته د پولې هاخوا شړل شوي دي.

د ۲۰۲۵ تر مارچ پورې، میلیونونه افغانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په ایران کې د لنډمهاله قانوني اوسېدو لپاره د «سرشمېرنې» سند ترلاسه کړي. د دغه سند لرونکو ته اجازه وه چې له محدودو خدماتو لکه دولتي روغتیايي خدماتو، عامه زده‌کړې، د کار اجازې، بانکي حساب او د کرایې قراردادونو ګټه واخلي. خو چارواکو وروسته دغه اسناد لغوه کړل.

ایراني چارواکو د افغان کډوالو د شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې ورکړي دي، خو داسې اټکل کېږي چې لږ تر لږه ۲ میلیونه افغانان په ناقانونه ډول په ایران کې اوسي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر اټکل کړی چې ښايي سږ کال تر ۴ میلیونو پورې افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...