Homeخبرونهد ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری

تاند (شنبه، د تلې/ میزان 12 مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو سیمو شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره مربع کرنیزه ځمکه له خطر سره مخامخ ده او د خلکو د معیشت سرچینې سختې زیانمن شوې دي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې تر ۵ لکه زیات څاروي له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

د FAO د نوې راپور له مخې، د څارویو لپاره ذخیره شوې واښه له منځه تللي او د هغوی پناه‌ځایونه هم ویجاړ شوي دي.

هغه کورنۍ چې د جوارو، غنمو، لوبیا، وریجو، شیدو او غوښې له لارې یې ژوند کاوه، اوس د خوړو له سخت کمښت سره، په ځانګړې توګه د خپلو ماشومانو لپاره، مخامخ دي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، تر ۹۵۰ زرو زیات کسان په زلزله‌ځپلو ولایتونو کې د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخامخ دي، او ګومان کېږي چې له زلزلې او د خلکو د معیشتي سرچینو له ویجاړېدو وروسته دا شمېر نور هم ډېر شوی وي.

FAO د پاتې څارویو د ساتنې او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر اوسه ۱۱۶۳ څاروي واکسین کړي دي. دغه راز یې د انسان او څاروي د ګډو ناروغیو او د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره تر ۵۶۰۰ ډېر د څارویو مړي په خوندي ډول خاورو ته سپارلي دي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي د رانژدې کېدو له امله کورنۍ ډېر لږ وخت لري څو خپلې مځکې چمتو کړي او خپل څاروي وساتي؛ د دې فرصت له لاسه ورکول کېدای شي په راتلونکي کال کې د حاصلاتو د نه ترلاسه کېدو او تر ۲۰۲۶ کال پورې د ژورې لوږې معنا ولري.

FAO د عاجلو او حیاتي کرنیزو مرستو د برابرولو لپاره له ۲۳ میلیونه ډالرو ډېرې مرستې ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...