Homeخبرونههند نوي ډیلي ته د امیرخان متقي سفر تایید کړ

هند نوي ډیلي ته د امیرخان متقي سفر تایید کړ

تاند (شنبه، د تلې/ میزان  14مه) هند د جمعې په ورځ تایید کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې ذ طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو جګپوړی غړی مولوي امیرخان متقي ته د معافیت اجازه ورکړې ده څو د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې نوي ډېلي ته سفر وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وویل چې دا معافیت شته، خو د سفر جزئیات یې شریک نه کړل او زیاته یې کړه چې رسنۍ به وروسته تازه معلومات ترلاسه کړي.

متقي چې پر سفر یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري بندیز دی، تمه کېږي چې د اکتوبر په ۹مه یا ۱۰مه نوي ډیلي ته ورسېږي.

دغه سفر د یوې مهمې ډیپلوماټیکې پېښې په توګه کتل کېږي، ځکه چې هند تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د جمعې په ورځ یې هغه د «افغان بهرنیو چارو وزیر» په نوم یاد کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...