یکشنبه, نوومبر 16, 2025
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په پېښور کې یو افغان دیني عالم وواژه

نامعلومو وسله والو په پېښور کې یو افغان دیني عالم وواژه

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) پولیس وايي، ناپېژاندو وسله والو یو افغان دیني عالم د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې وواژه.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د افغان کډوالو د ایستلو او ځورونې له امله تاوتریخوالی او اندېښنې زیاتې شوې دي.

پولیسو ویلي، وژل شوی کس آدم خان نومېږي او د افغانستان د پکتیا ولایت اوسېدونکی و. پر نوموړي هغه مهال پرې برید وشو چې له جوماته د خپل کور پر لور په موټر سایکل روان و. برید د رضا خان مریم‌زۍ جومات ته نژدې شوی او هغه سمدستي مړ شوی دی.

پلټونکي وايي، د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړي او څېړنې یې پیل کړي، خو تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی. د پولیسو په وینا د وژنې انګېزه هم لا څرګنده نه ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په رضا خان مریم‌زۍ سیمه کې مېشت افغان کډوال له سختې وېرې او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت د کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارو پر اسلام‌اباد تور پورې کړی چې زرګونه افغانان یې په زور بېرته افغانستان ته استولي، هغه کسان چې ډېری یې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي وو.

راپورونه ښيي چې ګڼ شمېر بېرته استول شوي کسان د تګ پر مهال وهل شوي، شتمني یې لوټل شوې او یا له هغوی څخه پیسې اخیستل شوې دي. د پاکستان حکومت بیا وايي چې د ایستلو دا لړۍ یوازې پر هغو کسانو پلي کېږي چې قانوني اسناد نه لري او دا بهیر یې «قانوني» بللی دی.

د افغان عالم وژنه د کډوالو په منځ کې وېره او ترهه نوره هم زیاته کړې ده.

ملګرو ملتونو له اسلام‌اباده غوښتي چې د کډوالو د ایستلو بهیر وځنډوي او هغوی ته د خوندیتوب ضمانت ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...