جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپوتین د افغانستان او سیمه ییز امنیت په اړه د خبرو لپاره...

پوتین د افغانستان او سیمه ییز امنیت په اړه د خبرو لپاره تاجکستان ته ځي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اکتوبر په ۹مه نېټه تاجکستان ته سفر وکړي څو د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان د امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې وکړي.

د کرملین د اعلامیې له مخې، ولسمشر پوتین به د اکتوبر په ۹مه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ولاړ شي او هلته به له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د لوړې کچې خبرې وکړي.

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګورییف ویلي، د افغانستان موضوع د مسکو او دوشنبې دواړو لپاره له مهمو امنیتي لومړیتوبونو څخه ده، ځکه دواړه هېوادونه د افغانستان او تاجکستان پر پوله د افراطي ډلو د زیاتېدونکي ګواښ په اړه ګډې اندېښنې لري.

نوموړي زیاته کړه، روسیې او تاجکستان د افغانستان په چارو کې همغږي لا پیاوړې کړې ده، هم د دوه اړخیزو خبرو له لارې او هم د څو اړخیزو چوکاټونو له لارې، لکه د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO).

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ په برخه کې «نژدې او دوامداره اړیکې» شته.

سفیر دا هم څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه د تاجکستان د وسله‌والو ځواکونو د پیاوړتیا او په دغه هېواد کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت د لوړولو په اړه خبرې کوي. دا اډه د روسیې تر ټولو لویه پوځي اډه ده چې د دې هېواد له پولو بهر موقعیت لري.

ګریګورییف وویل، د ۲۰۱مې پوځي اډې موجودیت د سیمه‌ییز ثبات یوه مهمه ستن ګڼل کېږي او د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د دفاعي جوړښت برخه ده، چې د منځنۍ آسیا د جنوبي پولو د امنیت په ټینګښت کې حیاتي رول لوبوي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، روسیې په تاجکستان کې پوځي تمرینونه زیات کړي او عصري تجهیزات یې برابر کړي دي، څو پولي ته د احتمالي ګواښونو پر وړاندې چمتووالی ولري.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو مخکې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړیوالو تروریستي شبکو تر ۲۳ زره ډېر وسله وال شته، او دا یې د سیمې او نړۍ لپاره یو «جدي امنیتي خطر» بللی و.

ګومان کېږی چې د پوتین دغه سفر د سیمه‌ییزې دفاعي همکارۍ په برخه کې د روسیې ژمنتیا یو ځل بیا تایید کړي او د افغانستان شاوخوا د بدلېدونکي امنیتي وضعیت په منځ کې په منځنۍ آسیا کې د روسیې نفوذ لا پیاوړی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب