جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبلجیم د مجرمو او بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له...

بلجیم د مجرمو او بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره خبرې کوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د بلجیم د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي وزیرې، آنلاین ون بوسویت، اعلان کړی چې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي چې «مجرمان» او «غیرقانوني اوسېدونکي» ګڼل کېږي.
میرمن بوسویت ویلي: «په دیپلوماتیکه کچه باید وڅېړو چې څنګه له د افغانستان له رژیم سره په عملي ډول تعامل وکړو.»

هغې دا طرحه «یوازې تخنیکي همکاري» بللې او ویلي یې دي چې موخه یې د هغو افغانانو د هویت تثبیت دی چې بلجیم یې د ایستلو پرېکړه کړې ده.

د بلجیم د فلاندر سیمې دولتي رسنۍ (VRT) د جمعې په ورځ (د میزان ۱۱مه) راپور ورکړی چې د بلجیم د کورنیو چارو وزیر غواړي د اروپایي اتحادیې ملاتړ ترلاسه کړي، څو هېواد یې وکولای شي هغه افغانان چې «په غیرقانوني توګه» په بلجیم کې پاتې دي یا د جرم له امله محکوم شوي، بېرته خپل هېواد ته واستوي.

د بلجیم د کډوالۍ او مهاجرت وزیرې د دې اوونۍ په پیل کې د اروپایي اتحادیې د مهاجرت له کمېشنر مګنوس برونر سره لیدلي، څو د اروپایي مهاجرت تړون د پلي کېدو په اړه خبرې وکړي.
میرمن ون بوسویت ویلي، په دې لیدنه کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د دوسیو او د مجرمو مهاجرو د ایستلو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د بلجیم، جرمني، فرانسې، پولنډ، ډنمارک، اتریش او چک د کډوالۍ او مهاجرت وزیران د شنبې په ورځ په جرمني کې په مونشن ښار کې د مهاجرت په اړه یوې غیررسمي غونډې ته راټولیږي.
د بلجیم وزیره به په دې غونډه کې د هغو افغان مهاجرو د ایستلو په اړه خبرې وکړي چې نه د اقامت قانوني اسناد لري او نه هم د پاتې کېدو اجازه.

د بلجیم د مهاجرت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په تېرو څو کلونو کې افغانانو په دې هېواد کې تر ټولو ډېرې د پناه غوښتنې ثبت کړې دي، خو له نیمایي څخه لږې غوښتنې منل شوې دي.

خو دا وزارت زیاتوي چې د مهاجرینو ایستل یا د هغوی داوطلبانه ستنېدل تر اوسه ناشوني دي، ځکه چې بلجیم له طالبانو سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

میرمن ون بوسویت وایي:

«دا یوازې د بلجیم ستونزه نه ده. له همدې امله باید په اروپایي کچه د افغانانو د داوطلبانه او اجباري ستنېدو حللارې ولټول شي.»

د دې وزارت په خبره، پیغام روښانه دی:

«د هغو کسانو لپاره چې په اروپایي اتحادیه کې راتلونکی نه لري، بېرته ستنېدل یوازینۍ لاره ده.»

له دې وړاندې، د اروپا یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانانو د ایستلو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب