تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۳مه)د جرمني یو شمېر رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د جرمني په مونیخ ښارکې د کډوالۍ پر تګلارو، په ځانګړې توګه د کډوالو د اېستلو په اړه د بحث لپاره راټولېږي.
په راپورونو کې راغلي چې، په دې غونډه کې به د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د بهیر او له اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو مرکزونو د جوړولو په اړه هم ب وشي.
د راپورونو په حواله په دې غونډه کې د فرانسې، ایټالیا، پولنډ، ډنمارک، سویډن، هالنډ، بلجیم او لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنر هم ګډون کوي.
ویل کېږي چې، په دې غونډه کې به ځینې بحثونه د اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو پر مرکزونو ولاړ وي.
دا مرکزونه په موقتي ډول د هغو کډوالو د ساتلو لپاره دي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې په اروپايي هېوادونو کې رد شوي دي.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د هغو هېوادونو موندل، چې د دغو مرکزونو کوربهتوب ته چمتو وي، د پلان له اصلي ننګونو څخه شمېرل کېږي.
په راپورونو کې ویل شوي، سربیره پردې، مرکزونه باید د اروپايي ټولنې د بشري حقونو معیارونو سره سم عمل وکړي.
بلجیم د مجرمو او بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره خبرې کوي
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې، د جرمني حکومت د سوریې له نوي حکومت او طالبانو سره د کډوالو د بېرته راستنیدو لپاره خبرې پیل کړې دي.
د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې ویلي چې، د افغان کډوالو د بیرته ستنولو موضوع به په ځانګړي ډول د مونیخ په غونډه کې بحث شي.